Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هوايي چلند د کورنیو شرکتونو له نه ملاتړ څخه نیوکې

د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لورې الوتنو کې نه برابرۍ او  کورنیو شرکتونو نه د نه ملاتړ له کبله؛ د نړیوالې ګرځندویۍ د برخې شرکتونه اندېښمن کړي.

د دغو شرکتونو ټولنه وایي، د کورنیو هوايي شرکتونو لږ فعالیت؛ د دوی د شرکتونو د وضعیت ټکني کېدو او دغه راز د ټکټونو د بیې د لوړېدو لامل شوی دی.

په ورته وخت کې د هوایي چلند خپلواکه اداره وایي، له هر بهرني هېواد سره چې څه ډول هوکړه شوې ده، په هماغه کچه افغانستان ته الوتنې کوي. 

د نړیوالې ګرځندویۍ شرکت ټولنه د کورنیو هوايي شرکتونو څخه په نه ملاتړ حکومت په ناغیړۍ تورن کړ.

ددې ټولنې مسوولین وايي، د کورنیو هوايي شرکتونو په پروازونو کې نه انډولي نورو شرکتونوته يي د ناسالمې سیالۍ زمینه برابره کړې ده.

د دوی په خبره په دې کار سره د ټکټونو په بیو کې هم لوړ والی راغلی دی.

دغه مسوولین زیاتوي، په تیرو اوو کلونو کې افغانستان د هوايي شرکتونو څخه نه ملاتړ له امله پنځو هوايي شرکتونه له لاسه ورکړل چې د دې حالت دوام د افغانستان په ګټه نه دی.

د نړیوالې ګرځندویۍ مرستیال مسعود بینا په دې اړه وویل:«د افغانستان د هوايي چلند شرکتونو د فعالیت نشوالی له یوه دوه شرکت څخه پرته، زموږ پر کار په نېغه توګه اغېزه لري، ځکه چې موږ نور فعالیت نه‎لرو.حکومت باید د کورنیو شرکتونو ملاتړ وکړي ترڅو زموږ کار ښه شي.»

په همدې حال کې یو شمېر اقتصاد پوهان د هوايي چلند کې په برخه کې ناسم مدیریت لویه ستونزه بولي.

د کابل پوهنتون استاد سید مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«د هوايي چلند اداره باید دوی ته ډېر وخت ورکړي ترڅو خپلې الوتنې هغې کچې ته ورسوي چې سیالي وکړای شي. له هغه څخه پرته په نېږدې کلونو کې زموږ د شرکتونو د ډيوالۍ لامل به شي.»

بل خوا د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، چې د بهرنیو او کونیو هوايي شرکتونو پروازو په برخه کې انډول شته دی.

د دې ادارې مسوولین وايي، د ټکټ لوړې بیې یو لامل په وروستي وخت کې د هېواد والو مراجعه بولي.

د هوايي چلند د خپلواکې ادارې رییس محمود شاه حبیبي په ډاګه کړه:«موږ پر دې خوشحاله کېږو چې ډېرې بهرنۍ الوتنې راشي او کورنۍ الوتنې هم وي. دا هغه خدمتونونه دي چې خلکو ته وړاندې کېږي.کولای شو چې خپلې ټولې معاهدې شریکې کړو چې هره معاهده بالمثله کړنه ده په هره کچه چې د هغه هېواد الوتنې دي زموږ هم دي.»

له دې مخکې حکومت له یو شمېر شرکتونو  د پرانستي اسمان په نوم یوه تګلاره لاسلیک کړې وه چې دې تګلارې د نړۍ یو شمېر لویو شرکتونو ته لار پرانستله.

خو ویل کېږي چې په دې کار سره هېواد کې د ډېرو شرکتونو د ماتې لامل شو.

شریک یي کړئ