Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا د خپرېدو په لړ کې د برېښنا عوایدو کې ۶۰سلنه کموالی راغلی

د برېښنا شرکت مسوولان وایي چې د کورونا ویروس د خېرېدو په لړ کې، د دغه شرکت په عوایدو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی او اوس ۵۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري چې هغه یې له حکومته غوښتي دي.

د برېښنا شرکت چارواکي ګواښ کوي که چېرې دغه شرکت ته قرضه ور نه کړل شي او د دغه شرکت پورونه راټول نه کړل شي، په راتلوونکو میاشتو کې به له ګاونډیو هېوادونو څخه د برېښنا د پېر وس ونه لري.

د دغه شرکت د چارواکو په وینا، په وروستیو میاشتو کې د دغه شرکت د شاوخوا شپیته سلنه عوایدو پر کمېدو سربېره د سږکال په لومړیو درېیو میاشتو کې ډېر مصرف لرونکو دولتي ادارو د برېښنا د کارولو دوه مېلیاردو اته سوه مېلیونه افغانۍ نه دي ورکړي.

دوی وایي چې حکومت دې د خپلو پورونو پر ورکړې سربېره دغه شرکت ته تر پنځوس مېلیونه ډالرو پورې پور ورکړي. 

 د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب په دې اړه وویل:«که چېرې موږ له ګاونډیو هېوادونو څخه پرېښنا ونه شو پېرلی او یا د هغوی پیسې ورنه شو کړای، دا به یو بل کړکېچ وي.»

د برېښنا شرکت د شمېرو له مخې اوسمهال د هېواد د برېښنا په شبکه کې ۸۰ سلنه کارېدونکي برېښنا وارداتي ده او برېښنا شرکت د هغې د پېرلو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته په کال کې تر دوه سوه مېلیون ډالرو پورې ورکوي.

بل خوا د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي په دې تړاو داسې نطرونه لري.

د برېښنا شرکت مسوولان وایي چې پر خلکو؛ صنعتي پارکونو او ځينې زورواکو د دغه شرکت پورنه لا هم پاتې دي.

د برېښنا شرکت وایي چې حکومت دې د خپلو پورونو پر ورکړې سربېره دغه شرکت ته تر پنځوس مېلیونه ډالرو پورې پور ورکړي. 

شریک یي کړئ