Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا اقتصادي پایلي؛ د ۴۰ سلنه کارخونو فعالیتونه درول شوي

د کانونو او صنایعو خونې موندنې ښيي چې هېواد کې د دوو میاشتو په لړ کې د کورونا ویروس د خپرېدو او د کار و بار درېدو په لړ کې، په ټول هېواد کې د کارخونو ۴۰سلنه فعالیتونه درول شوي دي.
 
د دغو موندونو پربنسټ ۳۰ سلنه کارخونې په هېواد کې نیمه فعاله دي.

د صنایعو او کانونو خونې مسوولان وايي چې په دغې موده کې په هېواد کې ډېری کارخونې د اومه توکو د کموالي په علت او د تولیداتو لپاره د بازار د نه شتون له امله له فعالیتونو پاتې دي. 
  
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«زموږ د اومه توکو کموالی، د بازارونو نشتون، د مارکېټونو بندېدل او نورې ستونزې چې په ټول کې د افغانستان وضعیت په قرنطین کې دی؛ دا هغه وضعیت رامنځته کوي چې کابو ۴۰ سلنه او یا هم ۵۰ سلنه د کارخونو درېدل او ۳۰ سلنه د کارخونو نیمه درېدل او د خپلو کارګرانو د لاسه ورکولو لامل شي.»

 فابریکه لرونکی عبدالوکیل وایي چې له نژدې دریو میاشتو راهیسې یې کاربار په ټپه ولاړ دی او اړ دي چې خپل ټول کارګران وباسي. 

د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې د بلیفټ فابرکې خاوند عبدالوکیل علیزی وویل:«د پیپ تولیدي فابریکه لرو. ودانیز کارونه چې بند وي، موږ سقوط کوو.»

فابریکه لرونکی حمید ګردیزی وايي:«هغه کارونه چې موږ پيل کړي دي، د ناامنیتۍ د رامنځته شویو ستونزو له امله نه شو کولای پای ته ورسوو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې حکومت په ځلونو د هېواد د صنایعو د ملاتړ لپاره د پلان د طرحه کولو خبر ورکړی دی؛ خو ځينې فابریکه لرونکي وایي چې تر اوسه د دغه پلان څه څرک نه لګېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې تړاو څه نه وي.
 
کارخونه لرونکي له حکومته غواړي چې په هېواد کې د صنایع برخې د ملاتړ لپاره پلان جوړونه وکړي.

شریک یي کړئ