وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: د ۱۳۹۹کال په لومړنیو ۶میاشتو کې حکومتي عواید ۵۰ سلنه کم شوي

هغه سندونه چې یوې دولتي سرچېني طلوع نیوز ته ور کړي دي، د دې ښودنه کوي چې له ګمرکونو او د ماليې وزارت له نورو برخو د حکومت عواید د ۱۳۹۹ کال په لومړیو ۶مېاشتو کې تر ۵۰ سلنې کم شوي دي.
 
د دغو سندونو پر بنسټ د ننګرهار، کندهار او کابل ولایتونو، د اندخوی او آقینې بندرونو عواید له ټاکل شویو عوایدو ۵۰ تر ۶۰ سلنې کم راټول کړل شوي دي.
 
د سندونو بله برخه ښکاره کوي د مالیې وزارت نوماند وزیر عبدالهادي ارغندېوال د ګمرکونو د ځينو کارکوونکو په ګومارلو او د هغوی د ظرفیت لوړولو په برخه کې د ولسي جرګې د ځينو غړو تر غوښتنو تر اغېز لاندی راغلی دی. 

په دغه سند کې چې د سږکال لپاره د مالیې وزارت د عوایدو د راټولولو لپاره هدف، څه باندې یو مېلیاردو ۷۵۲ مېلیون ډالره ټاکل شوی دی، چې د شپږو میاشتو لپاره یې نیمایي؛ ۸۸۷ مېلیون ۴۲۱ زره ډالره کېږي، خو د مالیې وزارت یوازې ۴۴۵ مېلیون ډالره چې ۵۰ سلنه کېږي؛ راټول کړي دي.
  
د افغانستان د خونو د فډارسیونونو مرستیال خان جان الکوزی وايي:«فساد هم یو عامل دی او ریښتنې خبره دا ده چې په ځانګړې توګه د افغانستان په لوېدیځو او سوېل لوېدیځو سیمو کې چې موږ بندرونه لرو، دا بندرونه کابو ۸۰ سلنه یې له محصول پرته تېرېږي.»

د دغو سندونو له مخې مالیې وزارت د کونړ لپاره په شپږو میاشتو کې ۹۸ زرو ۵۶۶ ډالره هدف ټاکلی دی، خو یوازې ۱۲۰۰ ډالره چې څه باندې ۹۹ سلنه کموالی ښيي راټول شوي دي.

د تخار، پکتیکا او بدخشان ولایتونه هم له ټاکل شوي هدف نه تر ۹۰ سلنې پورې کمې پیسې راټولې کړې دي.
 
ولایت  ـ  د ۱۳۹۹ کال لپاره ټاکل شوې موخه - د شپږو لومړنیو میاشتو موخه - راټولې شوې پیسې  -  کمښت 
 
کونر                         ۱۹۴،۵۳۸                        ۹۸۵،۶۶                        ۱۲۹،۶            ٪ ۹۹.۳
تخار                        ۴۴۰،۹۵۴                        ۲۲۳،۰۷۱                       ۱۸۱،۵۶           ٪  ۹۱.۷
پکتیکا                      ۲۲۰،۶۰۷،۱۱                   ۱۱۱،۷۳۰،۱۷                  ۱۰۱،۵۴۹،۳      ٪  ۹۰.۹
بدخشان                    ۲۵۹،۳۸۵                        ۱۳۰،۹۸۹                       ۱۱۶،۷۲           ٪  ۹۰.۷

په پکتیا، خوست او کابل ولایتونو کې عواید له ۶۰ تر څه باندې ۷۰ سلنې پورې کموالی ښيي.

پکتیا                   ۲۰۸۹۳۴۷۸                    ۱۰۵۸۱۶۱۹                     ۳۰۱۹۲۴۳              ٪ ۷۱.۵
خوست                ۲۳۳۰۵۷۶۰                    ۱۱۸۰۳۳۲۳                      ۳۹۵۳۰۳۰              ٪ ۶۶.۵
کابل                   ۱۹۴۵۳۸۹۰                    ۹۸۵۲۷۴۷                        ۳۵۶۹۱۴۰

پر دې سربېره ننګرهار، د آقینې بندر او کندهار او هرات ولایتونه د عوایدو له ۵۰ تر ۶۰ سلنې پورې کموالي سره مخ شوي دي.

ننګرهار              ۳۸۶۶۵۲۵۵۶                      ۱۹۵۸۲۲۸۶۰                 ۷۹۵۵۳۴۴۲         ٪ ۵۹.۴
بندر آقینه             ۴۵۵۸۶۹۴۹                        ۲۳۰۸۵۲۸۳                   ۹۹۸۶۳۳۰           ٪  ۵۶.۷
کندهار              ۲۲۶۸۵۸۳۰۰                      ۱۱۴۸۹۴۶۷۶                 ۵۰۵۴۱۲۰۷         ٪  ۵۶ 
هرات                ۴۰۸۵۳۱۶۹۸                     ۲۰۶۸۹۸۶۰۸                  ۹۴۸۳۱۲۳۱         ٪ ۵۴.۲
 خو د مالیې وزارت وایي چې د عوایدو اټکل د کورونا ویروس تر خپرېدو مخکې و؛ او د کورونا ویروس له امله په ټاکل شویو هدفونو کې کموالی راغلی.

د مالیې وزارت ویاند  شمروزخان مسجدي په دې اړه وویل:«کورونا راغله او په تول هېواد کې یې راکړه ورکړه ودروله او یا هم نیمه وردېده سرحدونه وتړل شول، وارداتو او صادراتو کموالی وموند نو زموږ ځينې ولایتونه له بېلابېلو سلنو سره ونه توانېدل چې خپلو هماغو موخو ته ورسېږي.»

د دې سند بله برخه ښيي چې د مالیې وزارت نوماند وزیر عبدالهادي ارغنديوال یوازې په غويي میاشت کې په ګمرکونو او د مالیې وزارت په نورو برخو کې د ولسي جرګې غړو ته د نژدې کسانو د ګومارنې او ترفیع څه باندې ۳۰ غوښتنلیکونه منظور کړي دي.
           
حقوق پوه روح الله سخي زاد وايي:«نه یوازې دا چې د پارلمان نفوذ کېدای شي غیرقانوني وي بلکې که چېرې وزیر هم دا کار منلي د وکیلانو له خوا په حقیقت کې د قانون په څرګنده سرغړونه ده.»

په یوه سند کې ادعا شوې ده، کله چې د کابل د ګمرک د ګرځنده مراقبتونو مدیرد دغه ګمرک د عوایدو د حیف و میل کېدو د مخنیوي هڅه وکړه، له کابله بلخ ته تبدیل شو. خو د هغه پر ځای هغه څوک ټاکل کېږي چې د ولسي جرګې د یوه غړي له لوري ښاغلي ارغندېوال ته معرفي شوی دی.

 خو د مالیې وزارت په دې تړاو څه نه وایي 

بل خوا د حکومت پر چارو ځينې څارونکي بنسټونه وایي چې په وروستیو څو کلونو کې په مالیې وزارت کې د اصلاحاتو د نه راتګ اصلي لامل په خپله حکومت و او د دغه وزارت پر لوړو پوسټونو ډېری کسانو د وړتیا له مخې نه بلکې د سلیقې له مخې ټاکل شوي دي.
          
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون ویاند فرید احمد څرګندوي:«له بده مرغه په تېر کې د مالیې وزارت د ګومارنې یوه ډېره کچه د ولسمشرۍ د عالي مقام د لارښونې سربېره چې باید بستونه رقابتي وګومارل شي او د کمېسیون همیشنۍ ټینګار له بده مرغه ګومارنې یې غیررقابتي وې.»

اوس پوښتنه دا ده چې ولې په مالیې وزارت کې ګومارنې د سپارښتنو په ډول ترسره کېږي او د دې کار پایله به څه وي؟
             
د پروان پخوانی والي محمد عاصم وايي:«اشخاص او کسان په جبر ګومارل کېږي په یوې بڼې د هیلې او وسلې له لارې چې ګواکې د کسانو په ګټه ګواکې هغه امکانات چې د ملي سرچینو له لارې راغوندېږي د کسانو جېبونو ته ولوېږي.»

د کورنیو عوایدو د زیاتېدو لپاره د حکومت له ژمنو سره سره لا هم د هېواد د پنځه ملیارده کلنۍ بودجې یوپنځوس سنه له بهرنیو مرستو برابرېږي .

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه