Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوداګر: پرپاکستاني میوو او سبزیو دې تعرفې زیاتې شي

یوشمېر سوداګرو دوشنبې (د تلې په ۲۲مه نېټه) د پاکستان لخوا په فصلي میوو د تعرفې لوړولو په بدل کې له حکومته د ورته اقدام غوښتنه کوي.

دوی وايي په  داسې حال کې چې اوس هېواد کې د میوو فصل دی، خو بیا هم بازارونه له پاکستاني او ایراني سبزیو او میوو ډک دي. دوی زیاتوي چې حکومت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره کار نه دی کړی.

سوداګر، اشرف وايي:« کله چې زموږ د میوو فصل کېږي، د پاکستان لخوا تعرفې زیاتې کېږي، زموږ انګور پر ځمکه پراته دي، د مڼو یو پلاستیک په ۱۰۰افغانۍ پلورل کېږي، انګور یو من په ۱۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.»

کروندګر، قدرت الله زیاتوي:« له ایران او پاکستانه پر وارېداتي توکو دې تعرفې لوړې شي، دا د دولت په ګټه دی، که تعرفې نه وي، د کورنیو کرنیزو توکو بازار خرابیږي.»

یو تن سوداګر، فریدون له حکومته غواړي چې د میوو په فصل کې دې کورنیو تولیداتو بازار ته پام وکړي.

کچالو د پاکستان د فصلي تعرفې د لګول کیدو له امله دغه هېواد ته نه صادریږي، خو پاکستانی او ایراني کچالو له کورنیو کچالوو په کمه بیه پلورل کیږي.

د هېواد د سبزیو او میوو صادرونکو ټولنې مرستیال، میرویس حاجي زاده څرګندوي:« زه نه وایم چې له ایران او پاکستانه دې واردات بند شي، اوس د افغانستان د کچالو موسم دی او ډېر تولید شوي دي، خو اړینه نه ده چې دا ډول پاکستاني کچالو هېواد ته رادننه شي. باید پر وارداتي کچالو ګمرکي تعرفې زیاتې شي تر څو د کورنیو کچالو بازار خراب نه شي، لکه څنګه چې اوس خراب شوی دی.»

د مالیې وزارت وایي چې سږکال یې هم د هېواد د کرنیزو توکو د ملاتړ لپاره پر ورته محصولاتو فصلي تعرفې لګولې دي. ورته مهال دمالیې وزارت وایي چې دپاکستان په یوشیمر فصلي توکو تعرفي لګول شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند، شمروز خان مسجدي وايي:« په داسې حال کې چې د کورنیو محصولاتو وخت وي، پر وارداتو تعرفې لوړې کېږي، لکه څنګه چې د کچالو پر وارداتو تعرفې ۳۰سلنه لوړې شوې دي، کله چې د کورنیو تولیداتو وخت نه وي، نو بېرته تعرفې کمې کېږي.»

خو یو شمېر سوداګر د فساد شتوالی او پر وارداتو د تعرفې نه پلي کیدل  د هېواد په بازارونو کې د یو شمېر پاکستاني او ایراني محصولاتو د بیې د ټيوالي لاملونه بولي.

اوس هېواد کې  کچالو د حاصل راټولولو فصل را رسیدلی دی، خو د بازار له نشتوالي سره مخ دي

شریک یي کړئ