Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سږکال به ننګرهار کې ۲۵۰ ټنه د لېمو حاصلات راټول شي

د ننګرهار د کرڼې، اوبو لکولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي ټاکل شوې ده چې د دغه ولایت بزګر سږکال د لېمو ۲۵۰ ټنه حاصلات راټول کړي.

د دغو چارواکو په وینا په دغه ولایت کې به د لېمو حاصلات د تېرو کالونو په پرتله زیات وي. خو د ننګرهار بزګران پر اړوندو مسوولینو نیوکې کوي چې د لېمو ونې یې د ناروغۍ له خطر سره مخ دي او دوی غوښتنه کوي چې د ونو ساتنه کې د ګرڼې، اوبو لکولو او مالدارۍ ریاست پام وکړي.

دوی زیاتوي په ننګرهار کې ۷۰۰ جریبه ځمکه کې د لیمو ونې کېنول شوي دي چې تمه کېږي ۲۵۰ ټنه لېمو حاصل ورکړي. 

د ننګرهار د کرڼې، اوبو لکولو او مالدارۍ ریاست رییس سمیع الله نصرت په دې اړه وویل:«زموږ ارزونه دا ده چې ۲۰۰ تر ۲۵۰ ټنه لېمو به په دغه ولایت کې راټول کړای شي. موږ هڅه کوو په هغو ولسوالیو کې چې هلته لېمو کرل کېږي لېمو وکرو.»

د ننګرهار د زراعت څېړنیز مرکز مسوولین وايي په دغه ولایت لس ډوله لېمو ښه پایله ورکړې ده، دوی زیاتوي چې دم‎ګړۍ لېمو په بازار کې ښه بیه پیدا کړې ده. 

د ننګرهار زراعت څېړنیز مرکز مشر عبدالفتح بارکزی وايي:«دلته کابو لس ډوله د لېمو ونې شته چې په درې کورنۍ کې شاملېږي؛ د سټرون کورنۍ، لېم او لېمون. موږ په دغه ولایت کې بزګرو ته خپله سپارښتنه کړې چې ښې ونې کېنوي.»

په ننګرهار کې بزګران وايي د لېمو ونې د ناروغۍ له خطر سره مخ دي باید مسوولین دې ستونزې ته جدي پام وکړي څو د لېمو حاصلات زیات شي. 

بزګر بهادر خان په دې اړه وايي:«ځينې ستونزې شته چې بزګر له هغه سره مخ دي؛ د بېلګې په توګه ونې مرض لري او بزګر له دغه مرض او ناروغۍ سره نااشنا دي او د هغه د کنټرول په لاره نه پوهېږي.»

بل بزګر حکمت شاه هم څرګندوي:«په دغه ولایت کې لېمو ښه حاصل ورکوي او د بزګرو لپاره یې ښه پایله لرلې ده.»

د ننګرهار د کرڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې د ننګرهار لېمو، د دې ولایت ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.  

د ننګرهار بزګران پر اړوندو مسوولینو نیوکې کوي چې د لېمو ونې یې د ناروغۍ له خطر سره مخ دي او دوی غوښتنه کوي چې د ونو ساتنه کې د ګرڼې، اوبو لکولو او مالدارۍ ریاست پام وکړي.

شریک یي کړئ