Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیګر: د افغانستان بیارغونې لپاره کابو ۱۳۲ مېلیارد ډالر لګول شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړې څېړونکی بنسټ یا سیګر په خپل نوي رپوټ کې چې د امریکا کانګرس ته یې استولی، ویلي چې په تېرو اولسو کلونو کې، د افغانستان په بیارغونې څه باندې ۱۳۲مېلیارد ډالر لګول شوي دي.

د دغه رپوټ له مخې امریکا په افغانستان کې د دغه هېواد د بیارغونې لپاره  تر ۱۳۲مېلیارده افغانیو پورې لګولې دي چې ۱۱۴.۲ مېلیارد ډالره یې د افغانستان د بیارغونې د صندوق لپاره او ۳۴.۴۶ ډالره یې د حکومتولۍ د پراخیتا لپاره لګول شوې دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړی څېړونکی جان ساپکو د رپوټ په بله برخه کې د افغان حکومت د عوایدو د کمېدو هم لیکلي دي او ویلي دي چې شونې ده، افغانستان د عوایدو به برخه کې خپلو ټاکلو موخو ته په رسیدو کې په روان کال کې له ستونزو سره مخامخ شي.

ځينې څارونکي بنسټونه وايي د هغو پیسو لویه برخه چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړې شوې وه، تالاترغۍ شوې ده.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ غړی ناصر تیموري څرګندوي:«پیسې معمولاً په دوه لویو برخو کې تالاترغۍ شوي دي؛ یوه غلط پلان او دویم په نورو موردونو کې چې په فساد ککړ وو، د افغانستان دولت او خلکو ته ژمن نه و، د اختلاس زمینه برابره کړې ده.» 

د ولسي جرګې غړی اقبال صافی هم وايي:«مرستې په ځینو برخو کې ګټورې وې، خو هغه څه چې فکر کوم د افغانستان د امنیتي ځواکونو په برخه کې چې د اتلسو کلونو په لړکې چې د دغو مرستو له لارې په خپلو پښتو ولاړ وای، له بده مرغه په هوايي برخه کې ستونزې لرو او په پلې برخه کې هم ستونزې لرو.»

خو د مالیې وزارت وايي چې په روان کال کې د افغانستان کورنیي عواید ۹ مېلیارده افغانیو ته زیاتوالی موندلی او د افغانستان د کورنیو عوایدو له راغونډولو سره به ټاکل شوې موخې ته ورسېږي.  

د مالیې وزارت ویاند شمعروزخان مسجدي وايي:«سږکال د تېر کال په پرتله، په فعلي حالت کې لس مېلیارد افغانۍ اضافه غونډې کړې دي چې سږکال موږ ۱۶۰ مېلیارد افغانۍ لرو او د کال تر پایه زموږ هڅه دا ده چې یو شمېر ترلاسه کړ چې د ملي بودیجې په سند کې لرو.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دغه راز لیکلي دي چې د روان کال تر جون میاشتې پورې ۷۶۴.۵ مېلیارده نور ډالر په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو لګښت شوی دی، په داسې حال کې چې په دغه رپوټ کې د افغان پوځیانو د پنځه سلنې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړی څېړونکی جان ساپکو د رپوټ په بله برخه کې د افغان حکومت د عوایدو د کمېدو په اړه هم لیکلي دي.

شریک یي کړئ