Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له خپلواکۍ یوه پېړۍ وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت هسکې ټیټې

د هېواد اقتصاد د هېواد د سیاسي خپلواکۍ یوه پېړۍ وروسته، سترې هسکې ټيټې یې تجربه کړې دي.

ځينې تاریخ‎پوهان په دغو سلو کلونو کې د هېواد د اقتصاد د غوړېدا لپاره له لاسه وتلې موکې ډېرې زیان رامنځته کوونکې بولي او په دې موده کې افغانستان څو ډوله اقتصادي نظامونه تجربه کړي دي خو په هېواد کې د بېلابېلو ستونزو له امله له دغو نظامونو هېڅ یو یې کارنده نه وو. 

د اقتصاد وزارت په هېواد کې ناامنۍ او د اقتصادي زیربناوو نشتون د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ په وړاندې اصلي ننګونې ګڼي.

د خپلواکۍ له ګټلو سل کاله وروسته هم، د هېواد اقتصادي ثبات لپاره په کار اچول شوي پروګرامونو له لارې افغانستان اقتصادي خپلواکۍ ته نه دی رسېدلی.

د خپلواکۍ له اعلان وروسته، شاه امان الله خان د لومړي ځل لپاره مالي اصلاحات پیل کړ، تعرفه یې وضعه کړه، څو افغانستان د مالیې په جمع کولو سره د نورو هېوادونو له مالي احتیاجه خلاص شي.

یو شمېر پوهان د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د شاه غازي امان الله خان کارونه مهم بولي او وايي، دا ګامونه په کور دننه او بهر کې د ځینو کړیو له‌خوا له ننګونو سره مخ شول.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی حبیب الله رفیع وايي:« امان الله خان ملي اقتصادي پروګرامونه یې جوړ کړي، بودیجه یې تصویب کړې، دولت باید څومره مصارف وکړي او څومره عاید ولري، دا ټول مسایل ده تنظیم کړي دي او په افغانستان کې یې د اقتصاد لپاره یې یو داسې نظام جوړ کړی چې دا هېواد په مخ ولاړ شي او وچلېږي.»

د نادرخان او محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال بیا د افغانستان په زېربناوو کار پیل شو او دا بهیر د ګډ اقتصادي نظام په چوکاټ کې د بېلابېلو پروژو په عملي کولو سره د  محمد داوود خان د لومړي وزارت پر مهال عملي کېدو ته ولاړ.

د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د یو شمېر لویو بندونو د جوړېدو طرحې جوړې شوې چې لا یې هم یو شمېر نه دي جوړ شوي. دې واکمنۍ کې د دولت د ۵۱ سلنې او خصوصي سکټور په ۴۹ سلنه ګډون ګډې عامه پروژې تر لاس لاندې ونیول شوې.

دې مهال کې بانکدارۍ په بې‌مخینې ډول پرمختګ وکړ او د لومړي ځل لپاره د افغانستان بانک معیاري خدمات وړاندې کړل.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور په دې اړه وویل:«پر زیربناوو کار پیل شو په هغه وخت کې د برېښنا څو بندونه جوړ شول نښلوونکې لارې له هغې ډلې د سالنګ لویه لار او د ماهیپر په څېر ځایونه، ځینې نور کارونه ترسره شول چې کرار کرار دا زېربناوې جوړې شوې.»

د کمونیسټي  حکومتونو په پای او د مجاهدینو د دورې په پیل سره د اقتصادي نظام مخ پر  ځوړتیا پیل شوه او دا بهیر تر ۲۰۰۱ ز کال دوام وکړ.

له ۲۰۰۱ز کال وروسته د هېواد اقتصادي نظام ازاد بازار وټاکل شو او په تېرو اته لس کلونو کې د میلیارډونو ډالرو په مصرفېدو او ورکېدو سره لا هم افغانستان په نورو پورې تړلی یو اقتصادي هېواد دی او اقتصادي پرمختګ یې هم خورا ډېر کم دی.

اوس‌مهال د افغانستان اقتصادی پرمختګ ۲ په سلو کې دی، بېکاري دېرش تر څلوېښت سلنه ده او او نږدې پنځوس سلنه هېواد وال د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

بل لورته بیا یو شمېر اقتصاد پوهان وايي، وروستیو کې حکومتونه نه دي توانېدلي چې د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

دوی وايي، افغان حکومت باید د نورو له تجربو ګټه واخلي.

شریک یي کړئ