Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له هېواده بهر ته د غالیو صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی

د غالیو د تولیدي او صادراتي ټولنې مسوولینو له هېواده بهر ته د غالیو په صادراتو د پام وړ کموالي په هکله خبر ورکوي.
 
په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره جوخت په بېلابېلو برخو کې د کاروبار د درېدو تر څنګ، د غالیو صنعت هم سخت زیانمن شوی دی.

د غالیو د توليدي او صادراتي ټولنې مسوولین وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې شاوخوا ۱۰زره متر مربع غالۍ بهر ته صادرې شوې دي په داسې حال کې چې دغه شمېر د تېرکال په همدې موده کې څه باندې ۶۰ زره متر مربع غالیو ته رسېد.

د کابل غالیو د تولیدي او صادراتي ټولنې مرستیال دلجم منان قاسمي وايي:«زموږ ستونزې زښته زیاتې دي د کورونا ویروس له خپرېدو سره، موږ ډېر کم صادرات لرل او اوس هم زموږ صادرات په ټپه درېدلي دي.»

د کورونا ویروس خپرېدا د غالیو اوبدونکو د عوایدو د کمېدو لامل هم شوی دی.

ځينې کارګران وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو مخکې په ورځ کې یې سل افغانۍ تنخوا اخیسته؛ خو اوس د غالیو د لس ساعته اوبدلو په بدل کې ۵۰ افغانۍ ورکول کېږي.

غالۍ اوبدونکې جانانه وايي:«له کورونا مخکې ښه و، موږ مترانه کار کاوه موږ ته یو څه جوړېدل، خو اوس خپل لګښت هم نه شو ترلاسه کولای.»

بله غالۍ اوبدونکې مرضیه هم څرګندوي:«موږ له حکومته غواړو چې زموږ ستونزې په پام کې ونیسي او په دې برخه کې مرسته وکړي.»

له دې سره سم، د غالیو ځينې صادرونکي وايي، د غالیو د صادراتو له کمښت سره جوخت، شاوخوا ۲۰۰ زره متر مربع غالۍ په هېواد کې سر په سر شوي او د هېواد د غالیو د صادراتو له درېدو سره هم مهاله، د غالیو په بیو کې هم تر ۳۰ سلنې کمښت راغلی دی.

په قلعه قاضي کې د غالیو د اوبدلو کارخونې څېښتن حفیظ الله وویل:«ننګونې زیاتې دي موږ حتا خپلو کارګرانو ته د هغوی حقوق چې روزمزد دی نه شي ورکولای او موږ د خپلو کارګرانو له معاشونو پوروړي یوو.»

د غالیو صادرونکي وايي، دمګړۍ هم د هېواد ۹۰ سلنه غالۍ د مینځلو، قیچي او معیاري بسته بندۍ لپاره پاکستان ته لېږدول کېږي  او بیا د پاکستان په نامه د نړۍ بازارونو ته صادرېږي.

د نړۍ په بازارونو کې د افغانستان د غالیو د هر متر مربع بیه تر ۳۰۰ ډالرو پورې ده.

شریک یي کړئ