Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له چین سره د سوداګرۍ په برخه کې تړون لاسلیک شو

د سوداګرۍ او صنایع وزارت چارواکي وايي، له چین سره يې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په منظور یو تړون لاسلیک کړی دی.

د افغانستان او چین د سوداګرۍ او پانګونې په ګډه ناسته کې د سوداګرۍ او صنایع وزارت سرپرست وزيره وايي د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره به په دواړو هیوادونو کې د قوانینو او شرایطو په اړه د پوهاوي پروګرامونه پلي کړي.

مېرمن کامله صدیقي له چین سره د سوداګرۍ د پراختیا د موافقې لاسلیکول د دواړو هیوادونو د همکارۍ د زیاتوالي لپاره مهم بولي.

هغې وویل: «دا تړون د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګونې او دواړو هېوادونو د صادارتو د زیاتونې لپاره لاسلیک شو.»

له بلې خوا د چین د بازارونو د تنظیم وزیر چې کابل ته راغلی وايي هیواد یې په نړۍ کې په بیلابیلو برخو کې له افغانستانه ملاتړ کوي.

نوموړی د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا د موافقې لاسلیک د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم ګڼي.

ژنګ ماوو وړاندې زیاته کړه: «د دې موافقې په چوکاټ کې موږ هڅه کوو چې خپلې دوه اړخیزې همکارۍ پراخې کړو.»

ژنګ ماوو وویل: «په نننۍ ناسته کې مو د کمربند او لارې د پروژې پر ارزښت خبرې وکړې ځکه د دې پروژې ګټه هم د چین او هم افغانستان لپاره ډیره ده.»

د سوداګرۍ او صنایع وزارت د معلوماتو له مخې تیر کال د افغانستان او چین د سوداګرۍ ارزښت نږدې یو میلیارد ډالره و خو د دوی په باور سږکال د چین دریو ښارونو ته د هوايي دهلیزونو په پرانیستلو سره ښایي له چین سره د سوداګرۍ کچه زیاته شي.
 
د معلوماتو له مخې تیر کال د افغانستان او چین د سوداګرۍ ارزښت نږدې یو میلیارد ډالره و، سږ کال يې د ډېرېدو هیلې موجودې دي.

شریک یي کړئ