Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ماليي وزارت: د ۱۳۹۹ کال د بودیجې مسوده د کابینې له لوري تایید شوه

مالیې وزارت نن (سې شنې د لړم په ۲۱مه) وايي چې د ملي یووالي حکومت کابینې د راتلوونکي مالي کال د بودیجې مسوده تایید کړه.

د ماليي وزارت ویاند وايي د راتلوونکي کال ماليي بودیجه به د عادي او پراختیايي بودیجې سره یو ځای د روانې اوونۍ په لړ کې ولسي جرګې ته وړاندې کړي. 

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي په دې اړه وویل:«ډېر ژر به د همدغې اوونۍ په لړ کې د افغانستان پارلمان ته واستول شي.»

سره له دې چې، د ۱۳۹۸ مالي کال پای ته نږدې ۴۰ ورځې پاتې دي؛ خو لا روښانه نه ده چې، ورسره جوخت به د راتلوونکي مالي کال د بودیجې عملي کول هم پیل شي او که نه؟

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون مرستیال بکتاش ایشچي په دې اړه وویل:«متوازنه پراختیا په پام کې نیول شوې، یا نه ده نیول شوې، د پروژو لومړیتوب په پام کې نیول شوی دی، هغه ملي پروژې دي او که نه؟ باید پرې بحث وشي. خو تراوسه د خپلې پروژې سند موږ ته مشخص نه دی.»

له بل لوري د پوهنتون یو استاد وايي د تېرو کلونو په بودیجه کې ستونزې باید په ۱۳۹۹ مالي کال بودیجې کې په پام کې ونیول شي.

د پوهنتون استاد قیاس سعیدي څرګندوي:«روڼتیا باید په پام کې ونیول شوي، او داسې نه چې کوم وکیل ایا هم زورواکي پر وزارت فشار راوړی وي چې زما ولایت ته باید ډېره بودیجه ورکړل شي.»

په داسې حال کې چې تر څو راتلوونکو ورځو پورې به د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې مسوده د تصویب په موخه پارلمان ته واستول شي؛ د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون وايي چې، د ۱۳۹۷ مالي کال د قطعیې په اړه یې څېړنې وروستۍ شوي او ټاکل شوې په راتلوونکې اوونۍ کې د ولسي جرګې عمومي لویې غونډې ته وړاندې شي.

د ۱۳۹۹ مالي کال د حکومت د عوایدو او لګښتونو څرنګوالی د کابینې د سې شنبې په ناسته کې له مهمو بحثونو و. او له بحثونو وروسته د راتلوونکي کال د بودیجې مسوده د کابینې د غړو له لوري تایید شو.

شریک یي کړئ