Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مالیې وزارت مرستیال:د۹۱ کوډ لګښتونه ددغه کوډ د موخو په مطابق نه و

په تېرکال کې د ۹۱ او ۹۲ کوډونو د پیسو د درې برابروالي او د هغو د لګوونې د څرنګوالي په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د مالیې وزارت مرستیال دا مني چې، د یو ۹۱ کوډ پیسې چې د ۷۰ سلنې د لګښټ واک د ولسمشر او د ۳۰ سلنې د لګښت واک د اجراییه رییس دی، په امنیتي چارو، د حقوقو د ورکړې، د تاریخي آثارو په بیارغونې او د ځمکو د اخیستو په برخو کې لګېدلي او دا هغه برخې دي چې، د یاد کوډ له موخه نه شمېرل کېږي.

د مالیې وزارت مالي مرستیال زاهد همدرد په دې اړه وايي:«له بده مرغه له دغې بودیجې د دولتي ادارو د پیاوړتیا په برخه کې استفاده شوې ده، که څه هم دا لګښتونه مشروع دي، خو د کوډ د موخو پر بنسټ نه دي.»

تر دې مخکې د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم په ۱۳۹۷ کال کې د ۹۱ او ۹۲ کوډونو د ډېر لګښت له امله نیوکه کړې وه. 

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون په رارسېدلو سندونو کې لیدل کېږي چې، په تېر کال کې یو ۹۱ کوډ ته له یو مېلیارد او ۳۰۰ مېلیونه افغانیو له ځانګړې کېدو ډېر د کال تر پایه څه باندې یو مېلیارد او ۷۰۰ مېلیونه ورکړ شوي او ۹۲ کوډ ته له یو مېلیارد او ۵۰۰ مېلیونه افغانیو اصلي تخصیصه، د ولسي جرګې له تایید پرته څه باندې ۲ مېلیونه ډالره ورکړ شوي دي.

د ولسي جرګې غړی مهدي راسخ وویل:«له کوډونو اسفاده زښته زیاته ده او له همدې امله ده چې مجلس دوه ورځې کېږي یوازې پر قطعیه کار کوي، خو لیدل کېږي چې په لګښتونو کې ډېره سرغړونه شوې ده.»

د دغې جرګې یو شمیر غړي زیاتوي: په بودجه کې د احتیاط کوډونو شتون او بې مآبا او له حساب ورکړې پرته لګښتونه یې هر کال، د حکومت د لګښتونو په روڼتیا کې ستونزې جوړوي. 

د بودجې په سند کې له ۲۹ احتیاط کوډونو، دوه نوییم کوډ د بیړنیو حالاتو د کابو کولو په موخه جوړ شوی دی.

خو د ولسي جرګې ځینې غړي وايي: هر کال، د دغه کوډ ډیری پیسې په اوپراتیفي او د افرادو او اشخاصو د فوق العاده حقوقو د ورکړې په برخو کې لګول کیږي. 

شریک یي کړئ