Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مالیې وزارت: ملي عواید کابو دوه مېلیارد افغانۍ کم شوي

د مالیې وزارت وايي چې د سیاسي ستونزو او د کرونا ویروس خپرېدو په هېواد کې پر ملي عوایدو منفي اغېزه کړې ده.

په دغه وزارت کې د شمېرو پر بنسټ، د وران مالي کال په درې لومړنیو میاشتو کې د هېواد ملي عواید د تېر مالي کال له ورته مهال سره په پرتله پنځه دېرش مېلیارد افغانیو ته رسېدلي دي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي په دې اړه وايي چې ډېری کموالی په ګمرکي عوایدو او له هغې وروسته په مالیاتي برخو کې رامنځته شوي دي.

هغه زیاتوي:«د نوي مالي کال په لومړیو کې موږ او تاسې ځينې سیاسي مسایل لرل چې په نېغه توګه یې پر عوایدو، وارداتو او صادراتو اغېزه لرله او له هغې وروسته زموږ پولې او کورني فعالیتونه د کرونا ویروس له امله غیر فعال شول؛ دا ټول د دې لامل شول چې سږکال د تېر کال په پرتله یو سلنه کموالی ولرو.»

د مالیې وزارت وايي که چېرې اوسنۍ ستونزې دوام پیدا کړي ستونزمنه به وي چې دغه وزارت خپلې ټاکل شوې موخې ته ورسېږي.

ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي:«د حکومت اقتصادي طرحې، روڼتیا او څارنه باید په ډېره جدي توګه تنظیم شي. که چېرې د کرونا ویروس ډېر خپور شي او ډېر وخت ونیسي موږ چې یو وارداتي هېواد یوو له ډېرو ستونزو سره به مخ شو.»

په تېرو پنځو کلونو کې، دا لومړی ځل دی چې د هېواد ملي ګټې مخ په کموالي دي.

کابل کې د یوه څېړنیز بنسټ د وړاندوینې پربنسټ سږکال د امریکا له مرستو د یو مېلیارد ډالرو له کموالي او د کرونا ویروس له خپرېدو سره د هېواد ملي عوایدو کې به د تېر کال په پرتله کابو شل مېلیارد افغانۍ کموالی راشي.

شریک یي کړئ