Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د اوړو د تولیدوونکو ستونزې او فعالیت

هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي په موخه د تابیاوو له کبله د اوړو بیه لوړه شوې، خو په ننګرهار ولایت کې د اوړو د پلور او تولید درې کارخونې فعالې دي چې د ورځې ۱۵۰ټنه اوړه بازار ته وړاندې کوي.

د یادو کارخونو مسوولین وايي چې دوی وطني غنم اوړه کوي، خو نیوکه یې دا ده چې په لکونو ډالر پانګونه یې کړې او حکومت یې ستونزو ته پام نه کوي او د برېښنا له ستونزې له مخامخ دي.

ننګرهار کې د اوړو د کارخونې څښتن، محمداسمعیل وايي:«غواړو چې خپل تولید ۶۰ تر ۷۰ ټنه ته ورسوو، خو ستونزې لرو، اوس نېږدې دېرش کسان له موږ سره کار کوي، اوس د ورځې ۲۰ ټنه تولید لرو، څو د خلکو ستونزې هوارې شي.»

همداراز د اوړو د بلې کارخونې څښتن، رسول خان وايي چې پر کارخونې یې نېږدې دوه لکه امریکايي ډالره پانګونه شوې ده او شپته کسان په کې کار کوي. هغه زیاتوي د ورځې دیرش ټنه اوړه تولید لري، خو په منظمه توګه د برېښنا نشتوالي له کبله یې کارونه له ځنډ سره مخ کیږي.

هغه زیاتوي:«د وطني اوړو او قزاني کوم توپیر نلري، زموږ اوړه هم دومره سپین دي او هغه هم، خو مشکل دا دي چې غنم نلرو، داسې ده چې کله اوس غنم راځي لوړه بیه لري، حکومت باید له موږ سره مرسته وکړي.»

د کارخوني کارکوونکی، الف خان زیاتوي:«غنم له مزار، جلال اباد او کندز نه هم راځي، شل ټنه تولید لرو، هیله لرو چې نوي ماشین سره به تولید زیات شي، خو برېښنا کمه ده، د شپې راشي او بیا هغه هم ژر لاړه شي، کار پاتې کیږي.»

 په ورته مهال په ننګرهار کې د اوړو د اتحادیې مسوولان وايي حکومت دې په کودامونو کې شته غنم په بیه د اوړو په کارخونو وپلوري.

په ننګرهار کې د اوړو د کارخونو ټولنه وايي حکومت دې له دوي سره کړې ژمنې عملي کړي، دوی زیاتوي حکومت دې د داخلي تولیداتو او کارخونو د پرمختګ لپاره دې غنم په واک ورکړي.

ننګرهار کې د اوړو د ټولنې مشر، شریف الله عرب وايي:«اوس غنم له بهره راځي، حکومت باید له موږ سره مرسته وکړي، اوس به د هېواد غنم هم راووځي.»

د ننګرهار د اوړو د ټولنې مسوولان د شمېرو له مخې دغه درې د اړو میلونو د ننګرهار د بازارونو د اوړو دېرش سلنه اړتیا پوره کوي چې نن سبا د دغو داخلي اوړو د یوې بجۍ بیه اوولس سوه څخه تر اوولس نیمه سوه افغانۍ پورې پلورل کیږي.

په ننګرهار ولایت کې د اوړو د تولید د کارخونو څښتنان لویه ستونزه په منظم ډول د برېښنا نشتوالی بولي

شریک یي کړئ