Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې په لومړي ځل د الوویرا بوټي کښت

ننګرهار ولایت کې پر سل جریبه ځمکه نېږدې ۳۰۰زره د الو ویرا بوټي کرل شوي او د ورځې په کې له پنځوسو زیات کسان په کې کار کوي.

دوی وايي چې راتلونکي کال کې به دا بوټی د استفادې وړ وي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي که څه هم الوویرا کښت په ننګرهار کې نوی دی، خو د ښه حاصل تمه لري.

بزګر وايي که دغه کښت په پایله درلوده، نو دوی به ښه ګټه ترلاسه کړي.

عبدالقیوم د الوویرا کرونده کې د کارګرو مسوول دی هغه وايي:«یوه میاشت کیږي چې دا کار مو پیل کړی دی، تقریبآ درې لکه بوټي مو کرلي دي، پلان کې ده چې پر سلو جریبو نور الوویرا هم وکرو.»

د ننګرهار د کنال زراعتي شرکت مسوولان وايي په مرکز جلال اباد کې ددې شرکت اړوند په سل جریبه ځمکه کې به الو ویرا کښت شي چې تروسه دغه پروسه له نیمايي څخه زیاته سرته رسیدلې ده او څو ورځو که به تکمیل شي.

ننګرهار ته د الوویرا بوټي د هرات څخه راوړل شوي دي او شاوخوا اوویا بزګرانو لخوا په ځمکه کې کینول کیږي چې په لومړي کال کې یو فیصل او بیا په دوهم کال کې څلور ځله حصلات ورکوي.

بل بزګر، فریدالله وايي:«دا شنې پاڼې لویږي او بیا نورې پاڼې راشنې کیږي، او بیا لومړی فصل ورکوي او بیا دوه درې فصله ورکوي.»

همداراز جمال الدین هم زیاتوي:«هېواد ته د خدمت او د ځان فایدې لپاره مو دا کښت کړی، ځکه دا هم د هېواد او هم زموږ ګټه ده، موږ خوشاله یوو چې دا بوټی ننګرهار ته راغی.»

د ننګرهار د کنال زراعتي شرکت مسوولان وايي که په دغه ولایت الو ویرا کښت باندې بزګران پوه شوي نو ډیرۍ خلک به د الو ویرا کښت ته مخه کړي ، دوي زیاتوي په بازار کې الو ویرا په ښه قمیت پلورل کیږي او د یو جریبه ځمکې څخه شاوخوا درې لکه افغانۍ الو ویرا لاسته راځي .

 ننګرهار کنال راعتي شرکت رییس، عبدالقهار حیدري  څرګندوي:«نېږدې دوه میاشتې کېږي چې موږ دا پروژه(الوویرا کښت) پیل کړې ده او لومړي ځل هرات کې کرل شوی وو او ښه پایله یې ورکړې ده. د ننګرهار اقلیم ورته مناسب دی.»

د ننګرهار د کنال شرکت شرکت مسوولان وايي که په هیواد کې او په ځانکړي ننګرهار کې الو ویرا کښت ته بزګران مخه کړي نو کوکنارو او د نورو نشه یې پوټو ښه بدیل کیدلی شي.

 د یادولو ده الو ویرا په ځینو درملو کې هم کارول کیږي او بېلابیل ویټامینونه لري .
 
شریک یي کړئ