Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال بانک له افغانستان سره ۲۰۰ مېلیون ډالره مرسته کوي

نړیوال بانک له افغانستان سره د کوچنیو پانګونو په برخه کې ۲۰۰ مېلیون ډالره مرسته کوي.

د دغه بانک په خپرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پیسې د کورونا ویروس د منفي اغېزې د کموالي او له کسانو او زیانمن شویو پانګو سره د مرسې په برخه کې به ولګول شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د څانګې مسوول هیله څرګنده کړې ده چې افغان حکومت د اقتصادي، ټولنیز وضعیت د ښه والي او د بنسټیزو زېربناوو د پیاوړتیا په موخه بنسټيز پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.

نړیوال بانک ویلي دی چې د ۲۰۰ مېلیون ډالرو له منځه د هغه ۱۰۰ مېلیونه د نړیوال پراختیايي بنسټ او ۱۰۰ مېلیونه هم د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا ورکول کېږي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هینري کرالي په دې اړه وايي:«په داسې حال کې چې د کووېډ نولس ویروس د خپرېدو کړکېچ د افغانستان د اقتصادي ودې او ملي عوایدو د کموالي لامل شوی، د مالي سرچینو د دغه پروګرام په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله د ناوړه اغېزې مدیریت زمینه برابر وي. تمه ده چې د دغه پروګرام له عملي کېدو سره د کورونا ویروس له امله د زیانمنو کورنیو پر ژوند منفي اغېزې رفع شي او د اقتصادي ودې لپاره بنسټيز تهداب کېښودل شي. نړیوال بانک تل ژمن دی چې په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې شي.»

د نړیوال بانک د خبرپاڼې پربنسټ، ټاکل شوې چې د دغو بلاعوض مرستندویه کڅوړو له چمتووالي سره، په قوانینو او مقرراتو کې د لازمو تعدلاتو له طریقه، پور او مالي سرچینو ته د کوچنیو او منځنیو پانګونو لاسرسی زیاتوالی ومومي.

نړیوال بانک ویلي دی چې د ۲۰۰ مېلیون ډالرو له منځه د هغه ۱۰۰ مېلیونه د نړیوال پراختیايي بنسټ او ۱۰۰ مېلیونه هم د افغانستان د پرمختیايي صندوق له خوا ورکول کېږي.

شریک یي کړئ