Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې انسان تښتونه؛ صرافانو په کاربندیز لاس پورې کړی

په هرات ښار کې صرافانو، د هغه څه په اړه چې په دغه ښار کې د انسان تښتونې زیاتوالی ګڼي، په کاربندیز لاس پورې کړی دی.

د دغې ټولنې شمېرې ښيي چې د یوه وروستي کال په لړ کې ۹ صرافان د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوي او دغو صرافانو د مېلیونونو افغانیو له ورکړې سره، د تښتوونکو له منګولو ازاد شوي دي.

د هرات د صرافانو د ټولنې رییس بهاالدین رحیمي وايي:«موږ د خپل ځاني امنیت لپاره اعتصاب کړی. د ۴۸ ساعتونو په لړ کې دوه صرافان وتښتول شول. که چېرې دغه وضعیت دوام وکړي، کاربندیز به دوام وکړي او دا کار به د هېواد اقتصاد ته زیان ورسوي.»

دغه صرافان وايي چې حکومت باید انسان تښتوونکي ونیسي او د صرافانو امنیت تامین کړي.

یو له دغو صرافانو عبدالله عابد وویل:«موږ دننه په بڼ کې وو. درې تر څلورو تنه د ملي اردو له جامو او څلور تنه له رسمي جامو سره په ده نامه راغلل چې د ملي امنیت کارکوونکي دي، او صرافان یې له ځان سره بوتل. موږ امنیتي پوستې ته ولاړو خو هغوی هېڅ خبر را نه کړ.»

بل صراف غلام محمد سروري هم زیاتوي:«څو ځله دی چې دغه پېښې په هرات کې رامنځته کېږي او د کال له پیله تراوسه پنځوس تر شېته صرافان زیانمن شوي دي.»

په داسې حال کې چې د تښتول شویو کسانو برخلیک تراوسه روښانه نه دی خو د هرات امنیه قومنداني له انسان تښتونکو څخه د دغو صرافانو د خلاصون لپاره د هڅو خبره ورکوي.

د هرات امنیه قومندان عبیدالله نورزي څرګندوي:«له بده مرغه دغه اختطاف تېره ورځ شوی او موږ دغه پېښه تر تعقیب لاندې لرو او د دغې پېښې د څېړنې لپاره ځینې عملیات ترسره کړي دي.»
 
په هرات کې په ځلونو سوداګرو او صرافانو د انسان تښتونې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده خو د دوی په وینا تراوسه د دغې ستونزې د هوارۍ لپاره هېڅ کار نه دی شوی.   
 
شریک یي کړئ