Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د الوتکې د ټکټ بیې لوړوالي په تړاو اعتراض

د هرات ولایت لسګونو اوسېدونکو نن(چهارشنبې د لړم په ۸مه نېټه) د الوتکو د ټکټ د بیو لوړوالي په تړاو اعتراض وکړ.

د هرات ولایت اوسېدونکي وايي چې د یوې میاشتې په موده کې د ټکټونو بیه دوه برابره زیاته شوې ده او خصوصي هوايي شرکتونه په خپله خوښه بیې ټاکي.

 د هرات ولایت اوسيدونکي وايي چې یوه میاشتې مخکې د کابل – هرات ترمنځ د الوتکو د ټکټ بیه پنځه زره افغانۍ وه او اوس لسو زرو ته لوړه شوې ده

د هرات اوسېدونکی، احمد څرګندوي:«د ټکټونود بیو لوړوالي لامل دا دی چې خصوصي شرکتونه  سیال نلري او هر ډول یې چې زړه وشو، بیې ټاکي.»

د هرات اوسېدونکي حکومت د هوايي شرکتونو پر نه څار تورنوي، خو د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې برخه کې به ګامونه پورته کړي.

د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد څرګندوي:«د شاریانو له اعتراضه ملاتړ کوو. برحقې غوښتنې یې له مرکزي حکومت سره شریکوو او د ټکټونو د بیو کموالي کې او همداراز د فعالیتونو د قانوني کېدو او همداراز د آسانتیاو رامنځته کولو کې ګامونه پورته کوو، موږ د دغو مواردو د پلې کولو لپاره ګامونه پورته کوو.»

هڅه مو وکړه چې په دې برخه کې د هېواد د هوايي چلند ادارې نظر هم ولرو، خو د ډېرو هڅو سره پرې بریالي نشوو.

شریک یي کړئ