Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د زعفرانو حاصل زیاتوالي ته هیله مندي

په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلانو د راټولولو فصل سره داسې اټکل کیږي چې سږ کال به دغه ولایت کې ۱۸ ټنه زعفران راټول شي.

د هرات کرنې ریاست مسوولین وایي په دغه ولایت کې پر اووه زره هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.

دوی وایي چې د هوا سړوالی سږ کال هرات ولایت کې د زعفرانو په حاصلاتو او کیفیت مثبته اغیزه کړی ده.

د هرات د کرنې ریاست مسلکي مرستیال، بشیر احمد احمدي څرګندوي:«سږ کال د کر کچه زیاته وه او د خلکو لیوالتیا هم ډېره وه، د زعفرانو د پیازو بیه هم ټیټته وه او ټولو بزګرو لاسرسی ورته درلود.»

ورته مهال دزعفرانو ملي ټولنې رییس، بشیر احمد رشیدي وایي چې دنړۍ بیلابیلو هېوادونو ته د زعفرانو د صاداراتو په زیاتیدو سره به سږ کال د د زعفرانو بیې کمې نه شي.

دی بیانوي:«شرکتونه اروپا ته صادرات لري. عربي هېوادونه ته هم اوس په ښه پیمانه صادرات کېږي.»

د هرات د کرخ ولسوالۍ په یوه کلي کې کرونګر د ګلانو په راټولولو بوخت دي، دغه ګلان باید په دوو اوونیو کې راټول او مناسب ځاي ته ولیږدول شي، په دغه ولایت کې کرونګر سږکال د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي.

saffran

کروندګر، محمد ابراهیم وايي:«سږ کال هوا سړه وه چې د زعفرانو د ښه کېدو لامل شو، څومره چې هوا سړه چې زعفران ښه وي.»

 زیات شمېر مېرمنې هم د زعفران د ګلانو په راټولولو بوختې دي، دغه مېرمنې د دې کار په بدل کې پیسې اخلي او د خپلو کورنیو له اقتصاد سره مرسته کوي.

کروندګره، خدیجه زیاتوي:«کار راته پیدا شوی، څو کاله کېږي چې یوه مړۍ ډوډۍ راته پيدا شوې ده. مېرمنې بېکاره وې، اوس دا یو ښه کار دی.»

saffran

سږ کال بیلابیل هیوادونه له هغې جملې چین، هند، متحده عربي امارات، امریکا، ترکیه او ځینې اروپايي هیوادونه، د افغانستان د زعفرانو پیرلو ته لیوالتیا لري، د هېواد د زعفرانو لپاره د بهرنیو بازارونو پرانیستل به د دغه بوټي بیه لوړه کړي.

شریک یي کړئ