د هرات د صنایعو او کانونو خونې چارواکي وايي چې د روان لمریز کال له پيله تراوسه د هرات په صنعتي پارک کې ۲۰ کارخونو په کار پیل کړی دی.
د دغو مسوولانو په وینا دغه کارخونې د خوراکي او ودانیزو تولیداتو په برخه کې فعالیت لري چې څه باندې ۵۰ مېلیون ډالره پرې پانګونه شوې ده.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې مشر حمدالله خادم په دې اړه وویل:«هغه برخې چې موږ په هغوی کې پراختیا پيدا کړې، کولای شو ووایوو چې کابو ځان بساینې ته رسېدلي یوو، ډېری فابریکې دي چې د خوراکي توکو په برخه کې فعالیت لري.»
له بل لوري په هرات کې د صنایعو یو شمېر مالکان وايي لا هم په دغه ولایت کې د پانګونې لپاره لېوالتیا شته، خو دوی تازه پانګوالو ته د ځانګړو امتیازونو د نشتوالي له امله سرټکوي.
دوی د برېښنا کموالی، په ګمرکونو کې فساد او ناامني د خپلو کارونو پر وړاندې لویې ستونزې په ګوته کوي.
صنعتکار محمد شاه سخي زاده څرګندوي:«په ۹۸ کال کې کابو درې مېلیون ډالر د عیرالکولي څښاک په برخه کې پانګونه شوې. له بده مرغه د برېښنا په برخه کې، د ټولو پانګوالو چغ ختلی. د ګمرک په برخه کې فساد موجود دی. دا زموږ په وړاندې خنډ شوي دي.»
د هرات د صنایعو او کانونو برخې مسوولین وايي که چېرې د کارخونو د اړیتا وړ برېښنا برابره شي؛ نو ښايي ډېر ژر څه باندې ۲۰ نورې تولیدي کارخونې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په کار پیل وکړي.
هرات د افغانستان اقتصادي قطب بلل کېږي. د هېواد یوه برخه د اړتیا وړ توکي د هرات د صنعتي ښارګوټي د تولیدي ۳۰۰ کارخونو له فعالیته برابرېږي. د دغه ښارګوټي ډېری کارخونې خوراکي او ودانیز توکي او همداراز لبنیات او د مرمرو ډبرې تولیدوي.