Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې سږ کال دوولس ټنه زعفران تولید شوي

د کرنې وزارت چارواکي وایي، په روان کال کې يې د زعفرانو د ټول تولید ۱۳ ټنه اټکل کړی دی، چې ۱۲ ټنه يې یوازې هرات کې تولید شوي دي. 

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي د دوی د طرحې له مخې باید په ۱۴۰۰ لمریز کال کې افغانستان ټول ۱۴ ټنه زعفران تولید کړي وای. 

هغه زیاتوي: «اوسنی تولید راښيي چې موږ سږ کال یا هم نهایتاً راتلونکی کال دغه ۱۴ ټنه تولید کړو.»

د سوداګرۍ او صنایع خونې د معلوماتو له مخې له لس اعشاریه شپږ ټنو زعفران څخه چې تیر کال تولید شوي و تراوسه کابو اته ټنه یې صادر شوي دي.

د دې خونې دویم مرستیال یونس مهمند وايي له دې جملې نږدې پنځه ټنه یې په تیرو پنځو میاشتو کې د هوايي دهلیز له لارې سعودي عربستان ته صادر شوي دي.

مهمند زیاته کړه: «سږ کال د زعفرانو صادارت بهترین و، هیله لرو چې کښت يې ډېر شي موږ به يې په صادراتو کې همکاري وکړو.»

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د مالوماتو له مخې په اوسني وخت کې افغانستان په نړۍ کې له ایران او هند وروسته د زعفران درېیم تولیدونکی هیواد دی.

ایران په کال کې د څه باندې درې سوه ټنه زعفرانو په تولید سره د نړۍ نږدې نوي سلنه اړتیاوې پوره کوي او په نړیوالو بازارونو کې د زعفران بیه د ایران زعفرانو ته د اړتیا په زیاتوالي او کموالي سره بدلون مومي او په بازارونو کې د نورو هیوادونو د زعفرانو پر بیه اغیزه کوي. 

شریک یي کړئ