Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې به سږ کال د پلیو حاصل کابو ۲۳ زره ټنه وي

د هلمند د کرنې او اوبو لګونې مسوولین سږ کال دغه ولایت کې د پلیو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي او وايي ښایې کروندګر نېږدې ۲۳ زره ټنه حال ترلاسه کړي.

د مسوولینو په خبره کروندګرو پر  کابو ۵۰۰۰ هکټاره ځمکه چې ډېره برخه یې نادعلي ولسوالۍ کې دي، پلي کرلي، خو کروندګر بیا دغه ولایت کې د پروسس او بازار غوښتنه کوي.

کروندګر څرګندوي چې د پلیو کرونده په دریو میاشتو کې حاصل ورکوي او د نورو کروندو په پرتله يې ښه عواید په لاس ورځي او زیاتوي که څه هم د کوکارو له کروندو سره ښه بلدتیا لري، خو پلۍ د کوکنارو پرتله په کم لګښت او لږې ستړیا ورته ډېره ګټه رسوي.

کروندګر، تورجان څرګندوي:« دا ډير هوسا کښت دی او په ډير کم وخت او کمو مصرفو بانې کرونده کیږي، پلۍ یوازې په هلمند او په ځانګړې توګه په نادعلي ولسوالۍ کې ډېری کرل کیږي.»

بل کرندګر، محمد زیاتوي:«‎ دغه کرونده په دریو میاشتو کې حاصل ورکوي او موږ يې د حاصلاتو څخه ډېر راضي یو. د پلیو کښت کمي اوبه او کم مصرف لري.»

همدارنګه خوا یو شمېر کرونده ګر د پلیو د حاصلاتو لپاره له حکومته د ځانګړي مارکیټ غوښتنه کوي او زیاتوي چې د هلمند په نورو ولسوالیو کې باید د دغه محصول د کر لپاره ښه زمینه برابره شي.

کرونده ګر وايي پلۍ په هېواد کې دننه نورو ولایتونو ته استوي او هلمند د هېواد په کچه هغه ولایت دی چې ډېرې په کې کرل کیږي.

د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی، اسلام الدین:«هلمند په سویل کې یوازینی ولایت دی چې د پلیو کښت پکې کیږي او ډېر حاصلات هم ورکوي، خو ستونزه داده چې موږ يې په ډېر عادي قیمت باندې پلورو، موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو، چې د دې محصول لپاره یو ځانګړی مارکیټ جوړ کړي.»

د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی، ګل احمد زیاتوي:«زموږ لپاره داسې لاره برابره کړي چې موږ پلي د افغانستان د نورو لایتونو تر څنګ بهرنیو هېوادونو ته هم واستو. که موږ ته دا لاره برابره شي، زموږ دغه پلي به ډېر ښه بازار او ښه عاید ولري‎.»

بلخوا د هلمند د کرني او اوبو لګولو ریاست مسوولین وايي هڅه کوي تر څو په راتلوونکي کې د پلیو د حاصل د پروسیس لپاره هم لاس پکار شي، او له دې لارې به د هلمندي کروندګرو پلي ښه مارکیټ هم ولري.

د کرنې رییس، انجینر زلمی الکو زیاتوي:«په هلمند ولایت کې ۵۰۰۰ زره هیکټاره ځمکه باندې پلې کرل شوي دي او زموږ اټکل دادی چې سږکال به د پلیو څخه ۲۳ زره میټریکه ټنه حاصلات په لاس راوړو او د تېر کال په پرتله باندې شاوخوا پنځه سلنه ډېروالی راغلی او موږ هڅه کوو، تر څو د پلیو د پروسیس لپاره هم کار وکړو.»

د هېواد په سویل کې د هلمند نادعلي یوازینۍ ولسوالي ده چې د پلیو کښت پکې تر سره کیږي او بیا د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته هم استول کیږي او تر ډېره د پلیو څخه غوړي، په لاس راوړل کیږي.

کرونده ګر وايي پلي په هېواد کې دننه نورو ولایتونو ته استوي او هلمند د هېواد په کچه هغه ولایت دی چې ډېر په کې کرل کیږي.

شریک یي کړئ