Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د کجکي برېښنا بند دوهمې برخې رغولو هوکړه وشوه

د هلمند ولایت د کجکي برېښنا بند د دوهمې برخې د رغونې هوکړه د یوه ترکي شکرت سره لاسلیک شوه.

د کجکي بند د دویمې برخې د بریښنا د تولید او پېرلو تړون ولسمشرۍ ماڼۍ کې له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو او دغه شرکت پر دغه بند ۱۷۴ملیون ډالره پانګونه کوي.

د مالیې وزارت وايي چې ګټې اخیستنې ته به د کجکي د بریښنا بند د دویمې برخې په سپارل کیدو سره په دغه بند کې د بریښنا تولید له یو پنځوس میګاواټو نه یو سلو پنځوس میګاواټو ته زیات شي او دا پروژه به د خصوصي او عامه مشارک په اډانه کې پلې شي.

د دې وزارت ویاند، اجمل حمید‎عبدالرحیم‎زی زیاتوي:«د برېښنا ظرفیت لوړیږي او بله ښېګڼه یې دا ده چې د افغانستان لپاره اوبه زیرمه کېږي یعنې هر کال به یو میلیارډ میلیون مکعب اوبه زیرمه کېږي او موږ کولی شو ترې ګټه پورته کړو.»

بلخوا د بریښنا شرکت وایي چې د کجکي د بریښنا بند د دویمې برخې قراردادي شرکت به د شلو کلونو لپاره پر دغه شرکت د اوه نیم سنټو په بیه  بریښنا پلوري او تر هغه وروسته به بیا دا بروژه افغان حکومت ته وسپارل شي.

د دې شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي څرګندوي:«دا کمپني د شلو کلونو لپاره برېښنا تولیدوي او وروسته دا بند افغانستان حکومت او برېښنا شرکت ته سپاري، د اقتصادي حالت ته په کتو شاید د برېښنا پېر کې بدلون راشي خو اوس دا بیه کیلواټ اته سنټه ده.»

د کجکي د بریښنا بند د سویلې ولایتونو لپاره د بريښنا او دغه راز د کرنې په برخه کې د اوبو برابرولو لپاره یو له مهمو بندونو بلل کیږي او ویل کیږی چې د دې پروژې د دویمې برخې په عملي کیدو سره به د کندهار او هلمند پر ولایتونو سربیره د ارزګان او نیمروز ولاتیونو کې هم د اوبو او بریښنا ستونزه تر یوه بریده اواره شي.

ورکړل شویو مالوماتو له مخې د کجکي برېښنا بند دوهمې برخې جوړولو لپاره ترکي شرکت ۱۷۴میلیونه ډالره پانګونه کړې او تر دوه نیمو کلونو پورې به دا پروژه بشپړه شي

شریک یي کړئ