د درملو د واردونکو ټولنه وايي چې ۴۰ سلنه درمل او طبي تجهیزات په ناقانونه توګه د هېواد بازارونو ته واردېږي.
هغوی وايي چې دمګړۍ ځينې وارداتي درمل سم کیفیت نهلري.د دغې ټولنې چارواکي ادعا لري چې د کم کیفیتو درملو په وارداتو کې د هېواد ځينې دولتي بنسټونه هم لاس لري.
د درملو د واردونکو ټولنې د شمېرو له مخې د درملو او طبي وسایلو د رسمي تجارت ارزښت په کال کې ۷۰۰ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.
خو په هېواد کې د درملو یو شمېر پلورونکي افغانستان ته په قاچاقي توګه د درملو واردات د هغو درملو په پرتله زیات بولي چې په رسمي توګه وارد شوي دي.
په هېواد کې د درملو د واردونکو ټولنه دا مني چې هېواد ته د درملو د قاچاقي وارداتو کچه زیاته شوې او دوی په دغه ناقانونه سوداګرۍ کې د یو شمېر دولتي ادارو لاس لرل هم نه ردوي.
د درملو د واردونکو د ټولنې رییس عبدالخالق ځاځی وطندوست په دې اړه وویل:«د درملو یوه ستره مافیايي کړۍ شته.څو کاله کېږي چې دوی پر دولتي او د وزارتونو پر تړونونو حاکم دي.»
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر هم په هېواد کې د درملو په تجارت کې د یوې خبیثه کړۍ د فعالیت خبره کوي چې د نوموړي په وینا د دې کړۍ لخوا ډېری وارداتي درمل د درملنې پرځای د خطرناکو ناروغیو لامل شوی دی.
له بلخوا د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په اوسني وخت کې په پلازمېني کې د درملو د کیفیت د مالومولو یوازې یو مرکز فعالیت لري.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي تراوسه هم د روغتیا په برخه کې پراخ فساد شته.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح په دې اړه وویل:«د عامې روغتیا وزارت یوه له هغو ادارو څخه ده چې له فساد سره جدي مبارزه کوي او په دې لړ کې ښې لاسته راوړنې هم لرو خو تراوسه هم په دغه سکټور کې فساد په پراخه توګه شته.»
اوس پوښتنه دا ده چې ولې حکومت په تېره بیا د عامې روغتیا وزارت مسوولین تراوسه هېواد ته د درملو پر وارداتو په څارنه کې ناتوانه دي د ولسمشر په وینا هېواد ته د مېلیونونه ډالري درملو په سوداګرۍ کې خبیثه کړۍ کې څوک دي او ولې نه په ډاګه کېږي.