Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د بې کارۍ زیاتوالي په هکله اندېښنې

د کارګرانو ملي ټولنه وايي چې هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو او پر اقتصاد د هغه د منفي اغېزو په لړ کې، کابو دوه مېلیون تنو روزمزد او غیررسمي کارګرانو په هېواد کې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

دغه ټولنه زیاتوي چې سیاسي اختلافونه او ناامنۍ په هېواد کې د بې کارۍ نور لاملونه دي.

د کارګرانو ملي ټولنې رییس معروف قادري وايي:«له یوې خوا سیاسي ستونزې، بلخوا امنیتي ستونزې، بل لور د قرنطین ستونزې او همدارنګه بلخوا د مرستو کموالي موږ په کلکه اندېښن کړي یوو. موږ هیله لرو چې ټول پاملرنه ولري او دغې ستونزې ته چې د افغانستان ټول خلک ورسره لاس او ګرېوان دي د پای ټکی کېږدي.»

بلخوا ځینې کارګران چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره واټونو ته راوتلي، د هېواد له مشرانو غواړي چې خپل سیاسي اختلافونه حل او د خلکو بې وزلي کول بس کړي.

محمد هارون یوه میاشت مخکې د کابل ښار په یوه رسټورانټ کې اشپز و. خو اوس بې کاره دی.

ښاغلي هارون وویل:«ښه و په هوټلونو کې موږ ته هره ورځ ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو یې موږ ته راکولې، نه زمو د کور کرایه پاتې کېده او نه هم د اولادونو خرڅ مو بند پاتې کېده. اوس بند یوو له همدغې کراچۍ سره هاخوا و دې خوا ګرځو که چېرې بار پیدا شي بار اخلو او لېږدو یې او که چېرې څوک مرسته وکړي مرسته یې اخلو.»

بل کارګر محمد عزیز اکبري په دې اړه وايي:«په ورځ کې مې ۳۰۰ افغانۍ او ۵۰۰ افغانۍ کار کاوه، اوس ۱۰۰ افغانۍ هم نه شم ترلاسه کولای، چېرته ولاړ شو؟ نهه سره عیال لرم.»

دغه کارګران او ځینې دولتي بنسټونو د کورونا ویروس خپرېدا د خپلې بې کار یوازینی دلیل نه ګڼي، بلکې سیاسي اختلافونه هم په دې چاره اغېزناک ګڼي.

کارګر عبدالصمد څرګنده کړه:«شکر چې دغه اشرف غني او ډاکتر عبدالله د حکومت او پاچا په توګه په افغانستان کې تېر شول او خپل ملت یې ګدا کړ. خو هیله کوم تر کله دغه ملت ګدای ګر کوي چې په سړکونو کې وګرځي، له تاسو هیله کوم چې لومړی په خپل منځ کې جوړ شئ.»

د کار او ټولینزو چارو وزارت هم وايي چې بېکاري یوازې په خصوصي سکټور کې زیاته شوې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي په دې اړه وویل:«له هغه وخته چې په افغانستان کې د کورونا ویروس او قرنطین موضوع رامنځته شوې، څرګنده ده چې په افغانستان کې د بېکارۍ شمېر هم لوړ شو. خو دغه شمېرې یوازې په خصوصي برخو کې ویلای شم هغه کسان چې روزمزد کار کاوه، د سړکونو تر غاړو پلورونکي وو. خو د دولت په سکټور کې بېکاري نشته او برعکس موږ د دولت په سکتور کې په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې توانېدلي یوو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړو.»

له دې مخکې د اقتصاد وزارت هم ګواښ کړی چې د اوسني وضعیت له دوام سره به هېواد کې بې کاري تر ۴۰سلنې او بې وزلي به تر ۷۰ سلنې ورسېږي.

شریک یي کړئ