Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې لپاره د چین چمتووالی

ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعې په ورځ (د زمري په ۱۲ مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې چین په افغانستان کې وچکالۍ او سېلاب ځپلو سره د مرستې چمتووالي اعلان کړی دی.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د چین سفیر لیوجین سونګ، ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي چې بیجنګ چمتو دی په افغانستان کې وچکالۍ او سېلاب ځپلو سره خوراکي او مالي مرستې برابرې کړي.

د خبرپاڼې پر احواله، د چین سفیر همدارنګه ویلي چې هېواد یې د افغانستان د دولتي  بنسټونو د ظرفیت لوړولو لپاره هم مرستې ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې، بریټانیا ویلي وو چې افغانستان کې د طبعیي پېښې له ځپل شویو کسانو سره د ۱۰ مېلیونه پونډو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته به وکړي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې دغه مرستې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې یو مېلیون او څلور سوه تنو ته به ووېشل شي.

پیش از این، بریتانیا اعلام کرده است که به ارزش ده میلیون پوند موادخوراکی به آسیب دیده‌گان رویدادهای طبیعی در کشور کمک می‌کند.

شریک یي کړئ