د امریکا متحده ایالاتو د پرختیا اداره افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله زیانمنو شویو افغان کورنیو سره د ۱۲ میلیون ډالرو مرسته کړې.
دغه مرستې د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام ته سپارل شوې دي.
د یاد بنسټ خبرپاڼې پربنسټ دغه پېسې به هغو ۹۵ زره کورنیو ته ورکول کيږي چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله زیانمن شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې ویل شوي چې هرې زیانمنې کورنۍ ته به کابو شپږ زره افغانۍ ورکړل شي.