Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروستۍ اوونۍ کې د برېښنا شرکت پر کارکوونکو پرله پسې بریدونه

د برېښنا شرکت وايي چې یوځل بیا يي پر کارکوونکو د برېښنا الوزول شوې ستنې د رغولو پرمهال برید شوی دی.

د چاریکارو ښار ګلغنډۍ ښارګوټي کې چې د برېښنا شرکت کارکوونکي د ورانې ستنې د رغوونې په حال کې وو، پرې چاودنه شوې او پروان کې د برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال وژل شوی او رییس یې ټپي دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د برېښنا پر دوو پایو راکټي بریدونه شوي وو.

دا په داسې حال کې  ده چې په دې وروستۍ اوونۍ کې په کابل او پروان کې د برېښنا ستنې او د برېښنا شرکت د بمونو او چاودنو ښکار کیږي.

هېواد کې د برېښنا شرکت پر ستنو او کارکوونکو په هدفي توګه بریدونه کیږي،  خو حکومت په دې تړاو کافي مالومات نه ورکړي.

د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار د برېښنا پر ستنو او کارکوونکو د بریدونه مسوول، طالبان بولي، خو دغې ډلې دا تورونه مخکې رد کړي وو.

روانه اوونۍ کې په پرله پسې توګه کابل او پروان کې د برېښنا پر کارکوونکو او پایو بریدونه شوي دي.

ګلغنډۍ کې د برېښنا پر ستنو برید، اتو وروستیو ورځو کې دریم برید او څلورم برید هم د هېواد په امنو سیمو کې د برېښنا پر پایو دی چې د سالنګ په امنیه سیمه کې لومړۍ پایله والوزول شوه.

شمالي د برېښنا شرکت کارکوونکو او د برېښنا بنسټونو لپاره نا امنه سیمه ګرځېدلې ده

شریک یي کړئ