Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرغني: د تورخم لار به ډېر ژر په ۲۴ ساعته توګه پرانیستې وي

ولسمشر غني پاکستان ته په خپل وروستي سفر کې، په دغه هېواد کې له یو شمېر سوداګرو او کډوالو سره د لیدو پر مهال ویلي چې پاکستان ژمنه کړې چې ډېر ژر به د تورخم لار په ۲۴ ساعته توګه کابل ته د تګ راتګ لپاره د سوداګرو پر مخ پرانیستې وي. 

اوس د تورخم لار د دولسو ساعتونو لپاره (د سهار له اتو د شپې تر اتو) د سوداګرو پر مخ پرانستې وي او په دولسو نور ساعتونو کې، اجازه نه لري چې خپل توکي له دې بندر څخه تېر کړي.

ولسمشر همدارنګه ویلي چې پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې د سوداګریزو توکو د لېږد موټرو ته به هم اجازه ورکړي چې له دغه بندره هند ته ولاړ شي.

هغه وویل:«ډېر ژر به تورخم د څلرېشتو ساعتونو لپاره پرانیستی وي. دویمه دا چې عمران خان او جنرال باجوه منلې چې له دې وروسته ستاسې لارۍ کولای شي په مستقیمه توګه واګه اتاري ته ولاړې شي او د هند لار مو پر مخ پرانیستل کېږي.»

په دې لړ کې د هېواد د سوداګریزو توکو پر وړاندې د واګه بندر پرانستل کېدل د هېواد د خصوصي برخې لپاره څه نوې خبره نه وه؛ د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي تمه لري چې د پاکستان په نويو هوکړو او ژمنو سره په دې لاره کې نورې آسانتیاوې برابرې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس خانجان الکوزی په دې اړه څرګنده کړه:«په کال کې زموږ د سوداګرۍ بیه له درې مېلیاردو څخه یو مېلیاردو ته راټيټه شوه. د کال زموږ اویا زره کانټینره د کراچۍ له لارې ټرانزیټ کېدل، اوس لس زره کانټینره ټرانزیټ کېږي، او همدارنګه د واګه له لارې په تېر کې په ډېره چټکتیا سره استفاده کېده.»

له تمو سره سره  د هېواد د الوتکو پر وړاندې د پاکستان د فضایي حریم د پرانستلو په تړاو هم کوم خبر نشته.

د کام ایر د هوايي شرکت تجارتي رییس سلیمان عمر وویل:«دا چې لاره ډېره اوږده ده او له کابله تر نوي ډیلي پنځه نیم کیلومټره لار ده او د هغه بېرته راتګ هم په دې ډول؛ موږ اړ یوو له لویې الوتکې کار واخلو.»

د هېواد د تېریدونکو یا عبوري الوتنو پر وړاندې د پاکستان د فضايي حریم له تړل کېدو څلور میاشتې تېرېږي؛ د هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې تر دې وړاندې ویلي دي چې د دې ستونزې له امله په میاشت کې د دې ادارې  هغو عوایدو ته چې د پاکستان پر فضايي د الوتکو د تېرېدو له لارې تر لاسه کول زیان رسېدلی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د سوداګرو د ویزې برخه کې ستونزې او د افغانستان او پاکستان د سوداګریز او ټرانزیټي هوکړه لیک بې برخلیک والی هغه نورې ننګونې دي چې لا هم نه دي هوارې شوي.

ولسمشر غني د جمعي پر ورځ په پاکستان کې له یو شمېر سوداګرو او ګډوالو سره له پاکستاني چارواکو سره د خپلو خبرو د پایلو په تړاو خبرې وکړي.

شریک یي کړئ