Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسي جرګې اداري پلاوی: ملي دسترخوان پروګرام عملي کول غیرقانوني دي

د ولسي جرګې اداري پلاوي په یوه مکتوب کې له مالیې وزارت څخه غوښتي دي چې د ملي دسترخوان پروګرام د عملي کولو په برخه کې له خپلو غیرقانوني اقداماتو څخه ډډه وکړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی چې وايي، د ملي دسترخوان د ۲۸۰ مېلیون ډالري بودیجې ډېری برخه به یې حیف و میل شي؛ په یوه مکتوب سره د دغه پروګرام په اړه د مالیې وزارت د اجرااتو د درېدو غوښتنه کړې ده.

د ولسي جرګې دویم مرستیال عباس ابراهیم زاده په دې اړه وویل:«نه کېږي چې د افغانستان خلک له یوه کوچني پروګرام سره چې ۸۰ سلنه پیسې یې له فساد سره لګول کېږي او ۲۰ سلنه یې د خلکو په واک کې ورکول کېږي، مصروف کړو.»

دا پروګرام دوه ځله د ولسي جرګې له خوا رد شوی دی، خو حکومت د دغه پروګرام پر عملي کېدو ټینګار کوي - هغه پروګرام چې په هغه کې به د کورونا ویروس له امله پر زیانمنو به مرستې ووېشل شي.

د کلیو د جوړونې او پراختیا وزارت وايي چې د دغه پروګرام د عملي کولو بهیر په عادي توګه دوام لري او د مالیې وزارت وايي چې د ملي دسترخوان د تمویل له امله په بودیجه کې د بدلون راتلو په هکله به ولسي جرګې ته رپوټ ورکړي.

د کلیو د جوړلو او پراختیا وزارت ویاند فریدون آژند    وویل:«د ملي دسترخوان پروګرام عملي کېدل د کلیو د جوړلو او پراختیا وزارت له خوا په نورماله توګه دوام لري.»

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي هم څرګنده کړه:«موږ مکلف یوو د اوو ورځو په لړ کې د افغانستان پارلمان ته خبر ورکړو؛ نو درې ورځې کېږي چې دا پروګرام د ولسمشر له خوا لاسلیک شوی دی، د دغې اوونۍ او یا هم راتلوونکې اوونۍ کې ټول بدلونونه د ولسي جرګې په واک کې ورکوو.»

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي هم په دې باور دي چې هر ډول پروګرام باید روڼ وي.

د اقصتادي چارو شنوونکی صمیم صارم زیاته کړه:«له بده مرغه د دا ډول پروګرامونو تطبیق نه شي کولای د خلکو په ژوند کې بدلون راولي.»

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، تر دې مخکې هم د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په لړ کې په ځینو مرستندویه پروګرامونو کې پراخ فساد شوی دی.

خو داسې ښکاري چې د ولسي جرګې دغه دریځ به د یاد پروګرام د عملي کولو په تړاو د حکومت پرېکړه ټکنۍ نه کړي.

شریک یي کړئ