Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګې د "ملي دسترخوان" طرحه رد کړه

ولسي جرګې هېواد کې د  ملي دسترخوان پروګرام نن(سې شنبې د چنګاښ په ۳۱مه نېټه) د  رایو په اکثریت رد او هغه یې د اساسي قانون ۹۱ مادې خلاف وباله.

دغه طرحه د ۲۴۴ میلیونو ډالرو سره د ولسمشر لخوا جوړه شوې وه، د ولسي جرګې غړو له غبرګونونو سره مخامخ شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې غړي دولسمشر له لوري د ملي دسترخوان پروګرام دغه برخه کې د لګول شویو پیسو حیف او میل کیدو لپاره پلمه وبلله.

دوي وویل چې د دې طرحې بویجه له ملي شورا سره نه ده شریکه شوې او دغه پیسې نباید د وچې ډوډۍ ویش او کرونا ویروس سره دمبارزې په شان برخلیک سره مخ شي.

د ولسي جرګې غړې،  نفیسه عظیمي په دې اړه ویلي وو:«دا د پیسو حیف و میل کولو لپاره پلمه ده، هغه ډول چې د ډوډۍ ویش په برخه کې پیسې غلا شوې او یا هم د کرونا سره د مبارزې په برخه کې حیف و میل شوې.»

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون غړی، محمد عظیم کبرزاني زیاتوي:«موږ هېڅ نه پوهېږو چې دا پیسې بودجه کې لګول کیږي یا له بودجې بهیر یانې مجلس هېڅ مالومات نلري.

خو د ولسمشر د لومړي مرستیالۍ دفتر وايي چې په دغه بهیر کې به فساد نه کیږي.

د ولسمشر د لومړي مرستیالۍ دفتر د اړیکو مسوول، رضوان مراد په دې اړه وايي:«موږ د جدي نظارت په تړاو پروګرام لرو. په سیمه ییزه کچه لیست اخیستل کیږي او حکومت یې څارنه کوي.»

خو له دې سره سم، په پلازمینه کابل کې یو شمیر بې وزله کورنۍ د ملي دسترخوان له لوري د مرستو رسېدو ته چندانې هیله من نه دي.

ولسي جرګې د "ملي دسترخوان" طرحه رد کړه

دغه طرحه د ۲۴۴ میلیونو ډالرو سره د ولسمشر لخوا جوړه شوې وه، د ولسي جرګې غړو له غبرګونونو سره مخامخ شوه

شریک یي کړئ