Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکل شوې د لوړ ټناژ تلو کار د لویو لارو په اوږدو کې ودرول شي

د ټولګټو وزارت ویاند مهدي روحاني وايي چې د هېواد د لویو لارو په اږدو کې د اخازیو او د تلو د عوایدو د تالاترغۍ د مخنیوي لپاره، د دغو تلو د مسوولیت چارې به کوم بل بنسټ ته ولېږدول شي او یا هم د هغوی کارونه به ودرول شي.

هغه زیاته کړه چې د هېواد پر واټونو د اضافه بار موټرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د ټرانسپورټ وزارت به د سرغړونکو او متخلفه چلوونکو اسناد مصادره کړي.

د لوړ ټناژ تلې زیاد عواید لرونکې سرچینې بلل کېږي چې د دغې سرچینې ډېری برخه یي د یو شمېر کسانو جیبونو ته ځي.

که‎ څه هم د ټولګټو وزارت د دغو عوایدو د تالاترغۍ کېدو د مخنیوي په پار بېلابېل پروګرامونه پلي کړل خو دغه وزارت دې پایلې ته ورسېد چې د دغو تلو مسوولیت مالیې وزارت ته ولېږدوي.

د دغه وزارت ویاند وايي، په بندرونو کې د لوړ ټناژ ۹ تلې لګول شوې دي چې مالیې وزارت ته به يي مسوولیت ولېږدول شي.

دی زیاتوي چې په لویو لارو کې ۲۲ نورې سترې تلې چې لګول شوې دي اوس مهال يي چارې په ټپه ولاړې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند مهدي روحاني په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د لارې په اوږدو کې د اخاذیو د مخنیوي لپاره د لوړ ټناژ د تلو فیس اوس نه راغونډوو او یوازې د اضافه بار موټرو د پېژندلو په صوت کې یوازې غواړو د لارو په اوږدو کې د لوړ ټناژ تلې په سیاره توګه فعالې کړو.»

بلخوا یو شمیر موټر چلوونکي په دې برخه کې د پراخ فساد په اړه وايي، اوس مهال له دغو تلو څخه ډېرې پيسې د یو شمېر کسانو شخصي جیبونوته ځي.

د کابل – هرات په لویه لار د بار وړونکو موټرو چلوونکی عبدالرزاق وايي:«ستونزې زښته زیاتې دي زه فکر کوم چې دغه پیسې چې په تلو کې اخیستل کېږي، ټول یې د افرادو او کسانو جېبونو ته توېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي اوس‎مهال ټول باروړونکي موټرو څخه پيسې اخیستل کېږي او د موټر چلوونکو پر وینا په دغو تلو کې د فساد له امله دوی اړ دي چې موټر يي له ټاکلې اندازې ډېر بار کړي.

قرار است وزارت فواید عامه، به دلیل آنچه که حیف‌ومیل درآمدهای ترازوهای تناژ بلند گفته می شود، این ترازوها را در شاهراه ها غیرفعال سازد.

شریک یي کړئ