Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې د وریجو یوه جوپه د چابهار بندر له لارې افغانستانه ورسېږي

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي چې تر اوسه په چابهار بندر کې ستونزې پر خپل ځای دی او دا بندر د امریکا له بندیزونو خوندي نه دی؛ خو د نوموړي په باور د افغانستان او هند د سوداګرو لېوالتیا ته په پام سره؛ له دې لارې سوداګریزه راکړه ورکړه پېل شوې ده.

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي چې هند ته له دې لارې د افغانستان د توکو د دویمې جوپې د صادراتو لپاره پر چمتووالي سربېره؛ پنځه سوه ټنه هندۍ وریجې چابهار ته رسېدلې دي؛ څو د هېواد بازارونو ته راوړل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی زیاتوي:«موږ کابو څه باندې ۵۰۰ ټنه وریجې چې له هندوستان څخه پلورل شوې وه، همدا اوونۍ چابهار ته رارسېدلې. یعنې له چابهار نه واردات هم پیل شوي.»

بلخوا  یو شمېر اقتصادي شنوونکي له چابهار لارې دافغانستان؛ هند او ایران تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراخیتا د هېوادونو او سیمې په ګټه بولي.

د اقتصادي چارو کارپوهان عصمت الله اسحاق زی څرګندوي:«موږ غواړو چې له ایران یوه ښه سوداګریزه اړیکه ولرو. دا یوه ښه ټرانزیټي لار ده او ایران هم باید په دې برخه کې کار چټک کړي.»

تر دې وړاندې د ټولګټو وزارت د  چابهار له لارې د هېواد د توکو د دویمې جوپې د صادراتو لپاره چې وچې میوې؛ مۍ او شوکاڼې به په کې شاملې وې د چمتووالي خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ