Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان په خپل فضايي حریم د هند پر الوتنو بندیز وغځوه

د پاکستان د هوايي چلند ادارې اعلان وکړ چې دغه هېواد د پنځم ځل لپاره په خپل فضايي حریم د هند پر الوتنو بندیز تر دولسو نورو ورځو غځوي.

پاکستان څلور میاشتې مخکې، له هغې وروسته خپل فضايي حریم یې د هندي الوتنو پر مخ وتړه چې هندي جنګي الوتکو د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر بالاکوټ کې د جیش محمد ډلې روزنیز مرکز په نښه کړ.

د پاکستان د هوايي چلند ادارې په دې اړه وویل:«د پاکستان فضايي حریم له هند سره په سوېلي پوله د جولای تر ۲۶مه به تړلی وي. او د پنج ګور هوايي حریم به د لوېدیځ له خوا د ټرانزیتي الوتنو پر مخ پرانیستی وي.»

د پاکستان د هوايي چلند ادارې چارواکي وايي چې د دغه هېواد حکومت به خپل فضايي حریم موضوع تر راتلوونکو دولسو ورځو وڅېړي.

هغه زیاته کړه:«که‎څه هم دا موضوع دوه اړخیزه ده او هېڅ پرمختګ به رامنځته نه شي، تر هغې چې دواړه اسلام اباد او نوی ډيلي پرېکړه ونه کړي.»

تېره میاشت پاکستان د هند لومړي وزیر نرېندار مودي، الوتنې ته چې غوښتل یې د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزه کې د قرقیزستان پلازمېنه بېشکک کې ګډون وکړي د خپل فضايي حریم د استفادې لپاره ځانګړې اجازه ورکړه، خو مودي د پاکستان پر حریم له الوتنې ډډه وکړه.

شریک یي کړئ