نن چهارشنبې (د غبرګولي په ۹ مه) په بلخ ولایت کې د ولسمشر له خوا د برېښنا دوه پروژې ګټنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د خُلم سب ستیشن او د مارمل ولسوالۍ د برېښنا رسولو شبکه چې د څه باندې یو مېلیون یورو په لګښت د جرمني په مرسته عملي شوې شاملې دي.
له دغو پروژو څخه کابو ۱۸ زره کورنۍ د خُلم او مارمل په ولسوالیو کې برخمنې شوې دي.
افغان ولسمشر محمداشرف غني په بلخ کې په دې اړه وویل:«د برېښنا د سب سټېشن پرانیسته د خُلم او د مارمل او همدارنګه د بلخ او د شمالي ولایتونو ټولو خلکو ته دې مبارک وي.»
له بلخوا ولسمشر په هېواد کې د بندونو جوړولو ته په پام سره وايي هڅه کېږي بېلابېلو برخو ته د برېښنا رسولو ترڅنګ په سمه توګه د هېواد د اوبو مدیریت هم وشي.
هغه همدارنګه زیاته کړه چې په یوه وروستي کال کې د هېواد نهو ولایتونو ته برېښنا رسېدلې او په هېواد کې د اقتصادي زیربناوو د پراختیا لپاره جریان لري.
په دې لړ کې د بلخ والي په نوموړي ولایت کې د برېښنا د دوو پروژو د عملي کېدو ستاینه کوي او هغه لویه لاس ته راوړنه بولي.
د بلخ والي محمداسحاق رهګذر په دې اړه څرګنده کړه:«د خُلم سب سټېشن ۱۶ زره کورونه روښانه کوي او همدارنګه په مارمل کې هم دوه زره کورنۍ برخمنې کېږي چې ستره لاسته راوړنه ده.»
د خُلم او مارمل ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي هم د دغو پروژو په عملي کېدو خوښي څرګندوي خو خپلې ستونزې داسې بیانوي.
په مارمل ولسوالۍ کې قومي مشر حمید متوکل وايي:«زموږ سړک ډېر خراب دی، ښاغلیه ولسمشره! په کلیو کې زموږ ښوونځي تر خېمو لاندې دي هیله لرو چې په خپل یادښت کې ونیسئ.»
د بلخ ولایت اوسېدونکو ولسمشر ته د هرکلي په دود سوغاتونه هم ورکړل خو له نوموړي غواړي د خلکو د امنیت د خوندي کولو او اقتصادي ودې لپاره اغېزمن پروګرامونه عملي کړي.
په دې اړه مو اندونه