Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ کې بزګر د وچکالۍ له امله زیانمن شوي

د بلخ ځینې بزګر وايي چې سږکال د وچکالۍ له امله زښت زیات زیانمن شوي دي .

هغوی وايي وچکالۍ د للمې ځکمې سل په سلکو کې او د اوبیزې ځمکې یې څه باندې پنځوس سلنه زیانمنې کړې دي.

نظرمحمد د بلخ ولایت یو کروندګر دی چې د دهدادي ولسوالۍ په شیراباد کلي کې اوسېږي، هغه وايي کروندې یې د وچکالۍ له امله له‎منځه تللې دي.

نظرمحمد په دې اړه وویل:«هر کال مې پنځوس جریبه ځمکه کرله خو سږکال مې شل جریبه مې کرلې چې هغې هم حاصل ور نه کړ.»

د بلخ ولایت کروندګر د اوبو له کمښت او وچکالۍ سرټکوي او وايي سږ کال د وچکالۍ له امله له ستونزو سره مخامخ دي او للمي ځمکې یې هم د څارویو په څړ ځاي بدلې شوې دي.

په بلخ کې یو کروندګر علي نظر وویل:«هر کال مې له لس جریبه ځمکې حاصل اخیست سږکال سږکال د وچکالۍ له امله پنځه جریبه هم نه شم اخیستی.»

په بلخ کې چارواکي وايي چې څه باندې دوه زره کروندګر یوازې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي وو، یو شمېر دغه کروندګر دې ځاي ته د غنمو د ترلاسه کولو لپاره راغلي دي.

د دهدادي ولسوال ولی‌شاه په دې اړه څرګنده کړه:«کابو ۷۰ زره جریبه للمي ځمکه مو لرله تول یې اغېزمنه شوې چې حتا موږ یو من هم کرلای نه شو.»

هغه زیاته کړه:«د اوبه لرونکو ځمکو کروندګر هم د زراعتي اوبو د کموالي له امله که‎چېرې پنبه یې وکرله وچه شوه که یې خربوزه یې وکرله یا یې پیاز وکرل ټولو یې زیان لیدلی دی.»

د بلخ ولایت د کرنې ریاست د شمېرو له مخې په دې ولایت کې ۲۷۲ زره هکتاره اوبه لرونکي ځمکه شته چې د اوبو د کمښت له امله ډېره برخه یې له کښته پاتې ده.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ رییس: سراج‌الدین مهربان وویل:«د ۲۷۲ زره هکټاره اوبه لرونکو ځمکو له ډلې هر کال کابو ۱۵۰ زره هکټاره ځمکه یې کرل کېږي.»

د بلخ د کرنې د رییس په وینا په دې ولایت کې ۱۵۰ زره هکتاره اوبه لرونکې ځمکې کرل کېږي چې په منځنۍ توګه له هر هکتار ځمکې دوه متریک ټنه کرنیز توکي ترلاسه کېږي خو سږ کال دا شمېر کم دی.

شریک یي کړئ