Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ټولنه کې د افغان مېرمنو د ګډون دویمه ملي غونډه

په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي برخو کې د هېواد د مېرمنو د ګډون دویمه ملي غونډه، نن چهارشنبې (د چنګاښ ۶ مه) جوړه شوه.

په دغې غونډه کې اجرايي رییس عبدالله عبدالله په اقتصادي او سیاسي برخو کې د ښځو پرمختګ ستايي او وايي چې حکومت د دغو ارزښتونو د ساتلو لپاره به هڅه وکړي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«دا پروګرام د ښځو د پياوړتیا لپاره ډېر مهم دی خو په دې برخه کې باید مناسبو کړنلارو ته مخه وشي ترڅو د دغه پروګرام مثبتې اغېزې په کلیو کې هم پر مېرمنو وي.»

د پروموټ پروګرام مسوولین چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې مېرمنې په بېلابېلو برخو کې هڅوي د دې پروګرام د ترسراوي موخه د ښځو لاسته راوړنو او مهارتونو ته پاملرنه او په حکومتوالۍ کې د مېرمنو مشرتابه او په هېواد کې د اقتصاد پراختیا بولي.

دوی وايي چې له دې پروګرام څخه به په هېواد کې ۷۵ زره مېرمنې برخمنې شي.

 د ښځو د مشارکت پروګرام مسووله لیدا وویل:«د ګډون لپاره د ښځو پیاوړتیا د مشرتابه او پرېکړې نیولو تر کچې د دوی ونډه اخیستل د دغه پروګرام له موخو څخه دي او تراوسه موږ په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.»

په کابل کې د امریکا سفیر په هېواد کې د مېرمنو د اقتصادي توامندۍ په تړاو وايي، چې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا د دغه ېواد له مېرمنو سره تړلې ه.

کابل کې د امریکا سفیر جان بس په دې اړه وايي:« د افغانستان د بریا لپاره د دغه هېواد د مېرمنو بریا مهم ده، او مېرمنې باید په ټولنه کې د بریا فرصت ترلاسه کړي په همدې دلیل امریکا په افغانستان کې د مېرمنو د توانمندۍ لپاره له هغوی ملاتړ کوي او په دې برخه کې ژمنه ده.»

خو د ولسي جرګې ځينې غړي لاهم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مېرمنو ونډه ډېره لږ بولي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په ډاګه کوي:«د هغو پروګرامونو سربېره چې عملي شوي، اوس هم په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ګډون کچه ۲۲ سلنه او یا له هغې هم کمه ده چې په تېرو کلونو کې وو.»

د مېرمنو د پیاوړتیا يا پروموټ پروګرام دوه کاله مخکې پیل شو.

د دغه پروګرام په چوکاټ کې په شوراګانو او د مدني ټولنو په بنسټونو کې د مشارکت زمینه برابرېږي، ترڅو دا مېرمنې په هېواد کې د مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې ښه ونډه ولري.

شریک یي کړئ