د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ، په ګمرکونو کې د فساد د مخنيوي لپاره د حکومت اقدامات ډېر کم ګڼي او وايي چې په دغې برخه کې حتا د ولسمشر ژمنې هم عملي شوي نه دي.
د دغه بنسټ چارواکي د حکومت په عاید لرونکو بنسټونو کې د پراخ فساد په اړه د رپوټونو د خپرېدو په غبرګون کې وايي چې په دغې برخه کې د حکومت بې پروايي ډېر د اندېښنې وړ دی.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وايي:«ولسمشر په ګمرکونو کې د فساد شتون په اړه په ځلونو اعتراف کړی دی خو د دغې ستونزې د حل لپاره یې اقدام نه دی کړی.»
یو سوداګر احمد شاه هم وویل:«په ګمرکونو کې فساد نه یوازې دا چې کم شوی نه دی بلکې ورځ په ورځ زیات شوی دی؛ له دې مخکې ۲۰ تر ۳۰ زره کانټنرونه توکي په غیر قانوني توګه طی مراحل کېږي اوس سل زره افغانۍ کېږي او ډېری دغه پیسې جېب کې وهل کېږي.»
بلخوا د ولسي جرګې غړي بېلابېلې کړۍ د حکومتي چارواکو په ګډون د ګمرکونو په فساد کې شامل ګڼي.
د ولسي جرګې غړی محمد عظیم محسني څرګنده کړه:«دا د اندېښنې وړ دی. په ګمرګونو کې فساد جدي پاملرنې ته اړتیا لري ځکه چې په هغه کې بېلابېلې کړۍ شاملې دي.»
د مالیې وزارت وايي چې په ګمرکونو کې له فساد سره د مبارزې لپاره ډېر کارونه کړي دي.
د مالیې وزارت ویاند شروز خان مسجدي څرګندوي:«د مالیې وزارت په ګمرکونو او د مالیې ورکولو په بنسټونو کې د اصلاحاتو لپاره ډېر کارونه کړي دي او په دې برخه کې ډېر زېربناوې جوړ شوي دي او هغه کسان چې پر فساد تورن دي عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي دي.»
له دې مخکې په ګمرکونو کې د پراخ فساد په اړه په ځلونه رپوټونه خپاره شوي دي.