د هېواد ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳۸۰ مېلیونو بانک نوټونو د چاپ بهیر یوه پولنډي شرکت ته سپارلی دی.
دغه بانک نوټونه چې له لسو افغانیو نیولي تر ۱۰۰ افغانیو دي د ۱۰ مېلیارډه افغانیو په ارزښت چاپېږي.
د ملي تدارکاتو اداره وايي چې دا بانک نوټونه به د کابو ۸۵۰ مېلیونو ډالرو په لګښت د یوه پولنډي شرکت لخوا چاپ شي.
د هېواد ملي تدارکاتو اداره وايي چې پولنډي کمپنۍ به د شپږو تر اتلسو میاشتو په اوږدو کې دغه بانک نوټونه چاپ کړي.