Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیا کې د ۶ مېلیون ډالرو په ارزښت د جلغوزو د پروسس مرکز جوړېږي

یو سوداګر په پکتیا ولایت کې د ۶ مېلیون ډالرو په ارزښت د جلغوزو د پروسس یو مرکز جوړي.

دا به د هېواد په سوېل ختیځ کې د جلغوزو د پروسس لومړنی مرکز وي چې په فعالېدو سره به په کې د زرګونه ټنه جلغوزو د پروسس زمینه برابره شي.

دغه مرکز د حاجي محمد ګردیزي له لوري د ۶ اعشاریه ۲ مېلیونه ډالرو په لګښت سره جوړېږي. وايي هڅه کوي چې د افغانستان جلغوزې د افغانستان په نامه او  د پکتیا په مارک سره بازارونو ته وړاندې شي.
 
پانګوال حاجي محمد ګردیزی وايي:«دغه مرکز به په ډېریو ولایتونو کې د جلغوزو د پروسس ستونزه حل کړي؛ لکه خوست، پکتیا، پکتیکا... له دې مخکې د افغانستان جلغوزه پاکستان ته وړل کېده او هلته پروسس کېده او وروسته نورو هېوادونو ته صادرېده، خو دا بهیر په درې وروستیو کلونو کې بدلون کړی. اوس جلغوزه د تورې طلا په نوم یادېږي، د هغه بیه مخ په زیاتېدو ده.»

د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالنصیر علمیار وايي چې دغه مرکز په یوه کال کې د ۶۰ زره متریک ټنه جلغوزو د پروسس وړتیا لري.

ښاغلي علمیار زیاتوي:«دغه مرکز د هېواد په دې برخه کې لومړنی مرکز دی او دا د حکومت او بزګرو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده. له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې د جلغوزې د قاچاق مخه ونیسي - حتا اجازه ورنه کړي چې حتا یو کیلو ګرام هم قاچاق نه شي. جلغوزه باید همدلته پروسس شي او وروسته بهر ته صادره شي.»

د کرنې او اوبو لګونې وزارت د مالوماتو له مخې هر کال په هېواد او په ځانګړې توګه په سوېل ختیځ ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست کې شاوخوا ۲۳ زره ټنه جغلوزې تولیدېږي. 

شریک یي کړئ