Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چیني پانګه‎وال هېواد کې د پانګونې پراختیا په هڅه کې دي

چینايي پانګوال هڅه کوي تر څو په هغو هېوادونو کې لا ډېرې پانګونې وکړي چې د وریښمو لارې په اوږدو کې پراته دي.

یو شمېر تاجیکستاني وګړي وايي چې "د یوې لارې او یو کمربند پروژې" د لومړینو چارو په ترسره کېدو سره چې د چین لخوا به ترسره شي د هغوی په کارونو کې لازم بدلونونه راغلي دي.

دوی وايي چینايي پانګوال غواړي د دغه هېواد په یو شمېر برخو کې پانګونې وکړي.

د یوې لارې یوه کمربند، د پروژې د عملي کار د پرمختګ په دوام چې د وریښمو نوې لاره هم بلل کیږي، چیني پانګوال هڅه کوي خپلې پانګې په هغو هېوادونو کې چې په دې لاره پراته دي ولګوي.

په دې وروستیو کې چینایانو د وریښمو د لارې په نوم یو صنعتي پارک جوړ کړی دی.

تاجکستان کې د یوې کارخونې مدیر، شېروف دوست مراد څرګندوي:"د وریښمو د نوې لارې صنعتي او نساجې پارک له نویو ټکنالوژې په کار اخیستو ګټې ته سپارل شول دی. موږ په لوړ کیفیت الیاژ دلته تولیدوو چې د تاجیکستان د غوره صادراتي توکو څخه دي."
 
د یوه کمربندن یوې لارې، پروژه چې په ختیځ کې د آسیا له اقتصاد او په لویدیځ کې د اروپا له اقتصاد سره نښلول کیږي د افغانستان له پولو تیریږي.

د نړۍ یوشمېر اقتصادي کارپوهان وايي د دې پروژې په عملي کېدو سره  د نړۍ او سیمې اقتصاد به بدل شي.

له همدې امله چینایان د دې پروژې په ژر عملي کېدو ټینګار کوي.

په همدې حال کې د تاجیکستان د پراختیايي بانک مسولان د یوه کمربند یوې لارې له نوې طرحې ملاتړ کوي او دا پروژه د آسیا اقتصاد ته ډیره مهمه بولي.

د تاجکستان د کرنې پراختیا بانک رئیس، مرادعلی علیمردان وايي:"د چینايي شرکتونو پانګه د دې طرحې د عملي کیدو لپاره ښه نمونه ده. هغه بدلون کې تاسو نن د خلکو په وضعیت کې ګورۍ زموږ د دولت د سیاست پایله ده. موږ په واقعیت کې د یوه کمربند یوې لارې پروژې څخه ملانړ کووو."

له بلې خوا د چین د بیخ بنسټونو د پانګونې بانک مسولانو تیره اونې په دې بانک کې د افغانستان او څو نورو هیوادونو د غړیتوب خبر ورکړی وو.

یوشمېر کارپوهان وايي چې افغانستان کولی شي په دننه هېواد کې د وریښمو نوې لارې سره د نښلول کیدو لپاره په د ترانسپورت په برخه کې له یاد بانکه پورونه واخلي او خپلې ترانسپورتي لارې ورغوي.

یو شمېر تاجیکستاني وګړي وايي چې "د یوې لارې او یو کمربند پروژې" د لومړینو چارو په ترسره کېدو سره چې د چین لخوا به ترسره شي د هغوی په کارونو کې لازم بدلونونه راغلي دي

شریک یي کړئ