د چین بازارونو ته د ځمکې او هوا له لارې د توکو د صادراتو له پيلېدو او د افغانستان او چین د سوداګرۍ تر ډېرېدو وروسته؛ چین ته په رسمي توګه د پېسو نه لېږد د هېواد د سوداګرو پر وړاندې یوه له لویو ستونزو وه.
خو اوس د چینايي شرکتونو یو شمېر استازي دغه هېواد ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد او همدارنګه په چین کې د افغان سوداګرو د پولي معاملاتو د حل لپاره افغانستان ته راغلي دي.
د دغو شرکتونو چارواکي وايي چې د چین بازارونو ته د توکو د لېږد ترڅنګ، هڅه کوي څو چین ته د افغان سوداګرو د پیسو په لېږد کې هم مرسته وکړي.
د ژیجانګ لېږدونکي شرکت رییس واجانفاي وايي:«د افغانستان د سوداګریزو توکو پر وړاندې د چین د سوداګریزو لارو له پرانستو سره موږ د واخان په نوم له یوه شرکت سره چین او تر هغه اخوا ان اروپايي هېوادونو ته د توکو د لېږدولو لاره هواره وو؛ او په دې کار سره د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې نورې لارې هوارېږي.»
د بیجینګ مین مدیریتي او ټکنالوژۍ شرکت مسوول عین الدین څرګندوي:«له هغو کړنو سره چې د دوه هېوادونو او همدارنګه د چین او افغانستان بانکونو ترمنځ اړیکې رامنځته کېږي، انشاالله زموږ سوداګریزې ستونزې به حل شي.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د دغو شرکتونو په فعالېدو سره به چین ته د پېسو او توکو د لېږد پر خوندیتوب سربېره د چین او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لارې هم هوارې شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل:«د دغو استازو له سفر سره، زموږ لومړنۍ ستونزه دا چې زموږ بانکونه د چین له بانکونو سره په اړیکه کې کېږي، هیله لرو چې دا سیسټم رامنځته شي څو موږ وکړای شو د چین بانکونو ته پیسې واستوو.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو له مخې اوسمهال د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ ارزښت په کابل کې یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلی دی چې ډېره برخه یې د چین واردات دي.
د دې خونې مسوولان وایي چې د ځمکې له لارې به چین ته د توکو د صادراتو پیلېدل له دغه هېواد سره د سوداګرۍ د پراختیا لاره هواره کړي.