د مرمرو ډبرو کارخونې څښتنان وايي د لسو میلیونو ډالرو په ارزښت یې د دې کارخونې کارونه په پلازمېنه کابل کې پیل کړل، خو اوس په هېواد کې د ډبرو د نشتوالی او د ډبرو د تړونونو د تړل کېدو له امله په دې برخه کې له پانګونې پېښمانه دي.
دوی زیاتوي چې دغه فابریکه یې په اېټالیا کې طراحي کړې او ډېری ماشینونه یې هم له همدې هېواده وارد کړي دي او اوس د هرې ورځې په تېرېدو سره زیان کوي.
د نېچرل ډبرو پروسس فابریکې مسوول، محمدعلی عرفان څرګندوي:«دنا امنیو سره سره موږ په دې ځای کې لویې پانګونې وکړې، خو اوس د اومو موادو نشتوالي له کبله کار نشوو کولی.»
دوی وایي چې د دغو دوو فابریکو د تولید ظرفیت په کال اته ۸۰۰ متر مربع ډبرو ته رسیږي او د دغو فابریکو د فعالیت په پيلیدو سره به له ۳۰۰ زیات کسان پر کار بوخت شي.
ښاغلی عرفان زیاتوي:«موږ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابرولی شو. په دواړو کارخوو کې ښایې کار تر درېیو میاشتو پیل شي.»
اخوا د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي که څه هم په هېواد کې د ډبرو د پروسس په برخه کې ستونزې مني، خو وایي ډېر ژر به د هېواد د کانونو په تېره بیا د ډبرو د کانونو پر تړونونو محدودیتونه لرې کړای شي.
د کانونو وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفی وړاندې وايي:«حکومت د کانونو لپاره روښانه کړنلاره جوړه کړې ده له پلې کېدو سره به یې نور له تړونونو کې له ستونزو سره نه وو مخامخ.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مرمر ډبرو د پروسس یو شمېر کارخونولرونکو د ډبرو کانونو د تړونونو په غځیدو کې پر ځنډ اندېښنه ښودلې وه.