Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ښاروالي د هغو کسانو د کار جواز نه اوږدوي چې مالیې یې پاتې دي

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې له مالیې وزارت سره یې په همغږۍ د ملي عوایدو هوکړه لاسلیک کړې او هغه هټۍ‎وال او کسب‎ګر چې خپلې مالیې یې نه دې پاکې کړې، ورته به د کار جواز ونه غځول شي.

دوی زیاتوي د مالیې وزارت او ښاروالۍ تر منځ  به دعوایدو د همغږۍ د هوکړه لیک د پلي کیدو لپاره ښاري پولیس هم کار پېل کړي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست، عبدالله حبیب‎زی وايي:«موږ د دې هوکړې پلې کولو لپاره له ښارې پولیس کار اخلو او دا پولیس به ډېر ژر وګمارل شي یا به له ګمرکي پولیسو کار واخلو چې اوس‎مهال د مالیې وزارت ترې کار اخلي.»

اخوا د مالیې وزیر وایي، د هغو ادارو تر منځ به  د ملي عوایدو په مدیریت سره  چې په دې برخه کې کار کوي د مالیاتو د تښتونې مخه ونیول شي.

د مالیې وزارت مرستیال، نجیب‎الله وردګ زیاتوي:«موږ هڅه کوو چې په راتلونکې کې د مالیې ورکړې زونونه او ناحیې سره یوځای کړو او بیا یې مالومات خپآره شي.»

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې په پلازمېنه کې هټوال او کسبګرو اړ دي چې کابل ښاروالۍ ته څلور ډوله لګښتونه ورکړي.

د کابل ښاروالي وايي اوس مهال په پلازمېنه کې ۱۳۰ زرو زیات هټوال او کسبګر دي او دغه اداره  له مالیې وزارت سره په همغږۍ هڅه کوي چې له دغو  کسبګرو او هټیوالو مالیاتي او د ښاري خدمتونو عواید راټول کړي.

د کابل ښاروالۍ د مالوماتو له مخې اوس مهال په پلازمېنه کې له۱۳۰ زرو زیات هټوال او کسبګر په کار بوخت دي او دغه اداره د مالیې وزارت سره په همغږۍ هڅه کوي ترې مالیاتي او د ښاري خدمتونو عواید راټول کړي

شریک یي کړئ