Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کام ایر شرکت د الوتنو درېدو سره هره اوونۍ ۶ میلیون ډالره زیان کوي

په داسې حال کې چې نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو له کبله ډېری هېوادونه په قرنطین کې دي، هېواد کې د کام ایر هوايي شرکت وايي چې د الوتنو درېدو سره هره اوونۍ نېږدې شپږ میلیونه ډالره زیان کوي.

یاد شرکت وايي چې مخکې له دې یې هره اوونۍ ۱۱۹ کورنۍ او بهرنۍ الوتنې کولې او که حکومت یې ملاتړ ونکړي، نو نشي کولی چې د خپلو کارکوونکو حقوق ورکړي.

د کام ایر شرکت د سوداګرۍ برخې مرستیال، سلیمان عمر وايي:«اوونۍ کې ۶،۵ میلیون ډالره عوایدو کې کسر شته چې زیان بلل کیږي. ځکه چې د شرکت ثابت مصارف چې کرایه او د کارکوونکو معاشونه دي، ثابت پاتې شوې دي، بهرنۍ الوتنې د دوو میاشتو راهیسې درېدلې دي او کورنۍ هم دا دې د څلورو ورځو راهیسې ودرېدې.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ خونو مسوولین وايي چې که حکومت د هوايي شرکتونو ملاتړ ونکړي، نو دا شرکتونه به له ماتې سره مخ شي.

د سوداګرۍ او پانګونو خونو د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزی څرګندوي:«ټوله نړۍ کې هېوادونو له هوايي چلند برخې سره مرسته کړې ده، خو افغانستان کې تر اوسه له بده مرغه پام نه دی شوی. هېواد کې دوه درې هوايي شرکتونه پاتې دي چې زموږ ویاړ دي، او که ملاتړ یې ونشي، نو له بده مرغه چې له ماتې سره به مخامخ شي.»

هېواد کې د الوتنو درېدو سیاحتي شرکتونه هم زیانمن کړي دي.

د سیاحتي شرکتونو مرستیال، مسعود بینا په دې اړه بیانوي:«که د افغانستان حکومت د سیلانۍ او هوايي چلند په تړاو فکر ونکړي، نو ناورین به رامنځته شي.»

کام ایر په قسط سره د مالیاتو ورکړه او د مالیاتو ځنډ کې له جرایمو د معافیت وړاندیز کوي، خو د مالیې وزارت وايي چې د معافیت واک نلري.

د مالیې وزارت ویاند، شمروز خان مسجدي وايي:«د مالیې وزارت د مالیې د معاف کولو واک نلري، خو د مالیاتو قسط کولو په تړاو او د مالیاتو جرایمو په تړاو د مالیاتو قانونو کې د ملاتړ امکان شته دی او باید چې د موضوع او دوسیې ته په کتو ولیدل شي چې موږ څنګه مرسته کولی شو.»

دا په داسې حال کې ده چې په اوونۍ کې د افغان حکومت عواید یو نیم میلیونه له فضا د تېرېدونکو الوتنو له کبله کم شوي دي.

په اوونۍ کې د افغان حکومت عواید یو نیم میلیونه له فضا د تېرېدونکو الوتنو له کبله کم شوي دي

شریک یي کړئ