د کرنې او اوبو لګونې وزارت چارواکي وايي، ټاکل شوې روان ۱۳۹۷ لمریز کال کې د کرنیزو توکو او لبنیاتو پروسس لس مرکزونه جوړوي.
د دې وزارت ویاند، اکبر رستمي وايي:«راتلونکو څو میاشتو کې به په پروان ولایت کې د میزو او انګورو پروسس کارخونې مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او ټاکل شوې ده چې د څلورو میلیونو ډالرو په ارزښت د خصوصي او دولت په همکارۍ ورغول شي. په دې مرکزونو کې به هر ډول مربا او جوس تولید شي.»
په همدې حال کې یو کورنۍ شرکت چې د ۵ میلیونو او ۳۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د وریژو پروسس زمینه برابره کړې ده، وايي سره له دې چې پروسس شوې وریژي د هېواد په بازارونو کې خرڅوي د مرکزي منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونو ته یې هم صادروي.
د دې شرکت مسوؤل، احمد ولي وايي:«له څلورو کلونو را په دې خوا موږ افغاني سیله وریژي تولیدوو چې مخکې نه وې. بازار مو هم ښه دی او کولی شو چې د ګاونډي هېوادونو شرکتونو سره سیالي وکړو.»
بلخوا کرنې او اوبو لګولو وزارت سږکال د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د لسو سترو سړوخونو د جوړولو کار پيلوي.
ددغه وزارت ویاند وايي، د پانګوالو د هڅو نې په موخه د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره فني او مالي مرستې کوي.
د دغه وزارت د مالوماتو له مخې سږکال د خصوصي سکټور په همکارۍ د جلغوزو دوه د پروسس مرکزونه، دوه د لبنیاتو د پروسس، پنځه د زغفرانو او یو د انګورو د پرسس مرکزونه به جوړ شي.
دوی وايي، هیواد کې د کرنیزو صنایعو لویې پانګونې د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.