Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د ځمکني توتانو د کښت دودولو لپاره د یوه سوداګر هڅه

په کندهار کې یو سوداګر هڅه کوي چې د ځمکنیو توتانو اېټالیايي ډول کښت په دغه هېواد کې دود کړي.

په کندهار کې یوه پانګواله ځمکني توت په شنه خونه کې چې ۱۲ جریبه پراختیا لري کې کرلي دي.

دغه پانګوال وايي، د لومړي ځل لپاره یې له اېټالیا د ځمکني توت یو ډول بوټي هېواد ته راوړي او په دې شنه خونه کې یې کرلي چې له لږې مودې وروسته اوس ثمر ته رسېدلي دي.
 
پانګوال او د شنې خونې څېښتن سمیع الله آغا صاحب وايي:«ما د دغې شنې خونې سربېره د کندهار په نورو ځمکو کې هم ځمکني توت کرلي چې مناسبه پایله یې ورکړې ده.»

د کندهار یو اوسېدونکی سمیع الله هم په دې اړه وايي:«که چېرې د ورځې تر دوه سوه کیلوګرامه هم بازار ته عرضه کړي په مناسبه بیه پلورل کېږي.»
 
د کندهار د کرنې او اوبو لګولو ریاست چارواکي وايي چې د ځمکنیو توتانو لپاره د کندهار هوا ډېره مناسبه ده او هغوی هڅه کوي چې دې برخې ته ډېر پانګوال وهڅوي.

د دغه ریاست چارواکي زیاتوي، د ځمکني توت دغه اېټالیايي بوټي د کورنیو بوټو پر تله دوه برابره ثمر ورکوي.

د کندهار د کرنې او اوبو لګولو رییس حفیظ سعیدي څرګنده کړه:«واقعاً دا یو ډېر ښه او ګرانبیه حاصل دی چې دم ګړۍ د کندهار او نورو ولایتونو په بازارونو کې غوښتونکي لري، موږ هڅه کوو چې په کندهار ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېله دود کړو.»

ځمکني توت په نړۍ کې له ګرانبیو مېوو شمېرل کېږي او د کرنې برخې ځينې کارپوهان وايي، په کندهار کې د دغه بوټي دودېدل کولی شي، د کوکنارو بدیل کښت شي.

شریک یي کړئ