Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د افغانستان ټاکنو کې د لاسوهنې په اړه د مسکو ادعا رد کړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په راتلوونکي کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي د ځنډ په اړه وايي چې دا ځنډ د امریکې د سیاسي فشارونو په دلیل دی.

په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«داسې ښکاري چې د ټاکنو په ترسراوي کې ځنډ د امریکا د نفوذ له امله وي، څو دا موکه رامنځته کړي چې د امریکې د نسخې پر بنسټ دا ټاکنې ترسره شي. همدا ډول امریکا غواړي چې د افغان سولې بهیر هم د خپلې سناریو پر بنسټ مخته بوځي.»

خو افغان حکومت دا ادعاګانې ناسمې او ګنګوسې بولي او ټینګار کوي چې له افغانستان سره د امریکا ملاتړ په تعرف شوي چوکاټ کې دی او هېڅ هېواد حق نه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

په ورته وخت کې کابل کې د امریکا سفارت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغو چرګندونو په غبرګون کې وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسراوي کې ځنډ پرېکړه د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون له خوا نیول شوې چې د دغه بنسټ په وینا، څو هغه ستونزې او ننګونې چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې وې، لیرې شي.

کابل کې د امریکې د سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:«موږ له افغانانو او نړیوالو بنسټونو سره چې باور لري د ټاکنو په کمېسیون کې د اصلاحاتو راوستل جدي دي، هم نظره یوو. دا په افغانانو پورې اړه لري چې خپل مشران وټاکي.»

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلوونکي لمریز کال د وري په ۳۱ مه ترسره شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې دا ټاکنې له درې میاشتو ځنډ د چنګاښ په ۲۹ نېټه به ترسره شي. دغه کمېسیون ویلي چې دا پرېکړه په دغه بنسټ کې د اصلاحاتو لپاره نیول شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چار وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوي کې ځنډ پر ولسمشر غني او د ټاکنو پر کمېسیون تحمیل شوی - ځکه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په باور، ښاغلي غني او ټاکنو کمېسیون ټینګار درلود چې ټاکنې به پر خپل ټاکلي وخت ترسره شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه وايي چې له طالبانو سره خبرې اترې د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ځنډ بل  لامل دی.

له دې مخکې، داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې له طالب استازو سره د امریکې په لیدنه کې، یوه غوښتنه د ولسمشرۍ ټاکنو کې ځنډ وو، هغه څه چې طالبانو او امریکایانو هم رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت مشران هم په ولسمشرۍ ټاکنو کې ځنډ د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا یوه تخنیکي پرېکړه بولي او د ځان هر ډول لاسوهنه ردوي. 

روسیه امریکا د افغانستان په ټاکنو کې په لاسوهنې تورنوي، خو افغان حکومت دا ادعاګانې ناسمې او ګنګوسې بولي او ټینګار کوي چې له افغانستان سره د امریکا ملاتړ په تعرف شوي چوکاټ کې دی او هېڅ هېواد حق نه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

شریک یي کړئ