Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د ټاکنو سیمه‎ییز دفتر: د رایې ورکړې ۴۱ مرکزونه تړلي دي

بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎ییز دفتر دغه ولایت کې د رایې ورکړې د ۴۱ تړلیو مرکزونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

په داسې حال کې چې پارلماني ټاکنې د روانې تلې میاشتې په ۲۸ ترسره کېږي، بلخ کې د ټاکنو سیمه ییز دفتر رئیس، محمد اکبري وايي د رایې ورکړې ۲۴ نور مرکزونه د لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.

نوموړی له امنیتي بنسټونو غواړي چې د رایو ورکوَنې مرکزونو د امنیت تامین لپاره تابیاوې په پام کې و نیسي:«موږ ۳۱۵ مرکزونه لرو او د امنیتي بنسټونو د څېړنې له مخط ۴۱ یې له نسکورېدو سره مخامخ دي او ۲۴ نور یې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.»

په دې ورځو کې چې په بلخ ولایت کې هم د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندانو ټاکنیز کمپاینونه پيل شوي او دغه نوماندان هڅه کوي د خپلو پروګرامونو په وړاندې کولو د خلکو رایې ترلاسه کړي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی، محمدنبي وايي:«لومړۍ باید امنیت تامین شي تر څو خلک وکولی شي چې ونډه واخلي او بل دا چې د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو ټنیګار وشي.»

د مزار شریف ښار بل اوسېدونکی، صفدر زیاتوي:«خلک په ټاکنو کې ګډون کوي او د خپلو وکیلانو دا غوښتنه کوو چې د ټاکنیزو ناندرو پر مهال نظم مراعات کړي.‎»

که څه هم د بلخ ولایت په چهاربولک، چمتال، دولت اباد، شولګرې او شورتپې ولسوالیو کې امنیتي ګواښونو خلک انديښمن کړي خو د بلخ پولیس د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره د هڅو خبره کوي.

د بلخ امنیه قومندان، جنرال محمداکرم سامح داسې وايي:«سایتونه به پرانیستي وي تر څو خلک باور وکړي او د رایې ورکړې په موخه په ټاکنو کې ګډون وکړي.‎

بلخ ولایت کې ۴۳۶ زره کسانو د رایي ورکړې لپاره نوم لیکنه کړې ده چې له ډلې دوه سوه زره یې میرمنې دي

شریک یي کړئ