Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست، پکتیا او پکتیکا کې نوم‎لیکنې مرکزونو ته د خلکو کم راتګ

د ټاکنو لپاره د نوم‎لیکنې بهیر پیل راهیسې خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو تر اوسه ۴۷ زرو کسانو نومونه لیکلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎ييز دفتر مسوولین په ټاکنو کې د کډون لپاره د نوم لیکنې په بهیر ډېر پڅ بولي، او د پکتیا اوسیدوونکو او دیني عالمان  غوښتنه کوي تر څو په دې ملي بهیر کې ګډون وکړي. 

دوی وايي چې د ترهګریزو بریدونو ګواښ، د نا امنیو زیاتوالی او د خلکو کم پوهاوی لامل شوی دی چې خلک د نوملیکنې لپاره کم راشي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سیمه‎ییز دفتر رئیس، محمد ظاهر اکبري وايي:«هره ورځ چې تېريږي، د نوم لیکنې بهیر ښه کېږي، په دې مانا چې که مو نن د سلو کسانو نومونه ولیکل نو سبا دا شمېر دوه سوه کېږي. زموږ اندېښنه دا ده چې د نارینه و په پرتله د ښځو ګډون کم دی.»

په همدې حال کې د پکتیا دیني عالمان له خلکو غوښتنه کوي چې په دې ملي بهیر کې ګډون وکړي.

د پکتیا ولایت د عالماو شورا رئیس، مولوي خواجه الدین حق بیان وايي:«د خلکو زموږ غوښتنه دا ده چې د امنیت، سولې او ټیکاو لپاره په هېواد کې د ټاکنو په بهیر کې ګډون وکړي.»

په دې درېیو ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې له یوولس زرو۳۰۰ کسانو په پکتیا، کابو ۱۱ زره او ۵۰۰ په پکتیکا او نېږدي ۲۴ زره کسانو په خوست ولایت کې نومونه ثبت کړي دي.

پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ټاکنو سیمه‎ییز دفتر مسوولین وايي چې په ټاکنو کې د کډون لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو کډون په ځانګړې توګه د ښځو کم دی

شریک یي کړئ